
خدای خپل زوی ونه سپماوه
لیکوال: iperJohn P
ژباړه: B. S
رومیان (۸: ۲۸ ـ ۳۲)
« مونږ پوهېږو چې هرڅه د هغو خلکو د ښېګڼې دپاره چې د خدای سره مینه کوي او د هغه په اراده ورته بلنه ورکړل شوې ده، په ګډه سره کار کوي. ځکه چې خدای هغوی له پخوا نه پېژندل او هغوی یې له مخکې نه غوره کړي وو چې د هغه د زوی په شان شي، ترڅو هغه په ټولو خویندو او ورونو کې لومړنی زېږېدلی وي چې لوړ مقام ولري. او هغه کسان چې هغه له مخکې نه غوره کړي وو، رابللي یې دي او هغه رابلل شوي یې عادلان وګڼل او کوم کسان چې هغه عادلان کړي دي، هغوی ته یې خپل جلال هم ورکړ. نو بیا مونږ د دې شیانو په هکله څه ویلی شو؟ که خدای زمونږ په خوا دی، نو بیا څوک کولای شي چې زمونږ په خلاف شي؟ هغه خپل زوی هم زمونږ څخه درېغ نه کړ، بلکې هغه یې زمونږ د ټولو په خاطر د قربانۍ په توګه وړاندې کړ، نو همدارنګه ایا هغه به هرڅه مونږ ته وړیا رانه کړي؟»
ځینې حقیقتونه دومره ستر وي چې په الفاظو کې یې ځایدل سخت وي او ژبه یې له بیانه عاجزه وي .د رومیان په (۸: ۲۸ ـ ۳۲) کې هم همدا حقیقت بیان شوی دی چې د پولس رسول ژبه یې په بیان کې تقریبا پاته راغلی: ټول څه ستاسې د ښېګڼې لپاره په کار لګیا دي، پدې معنا چې خدای ټول شیان پداسې ډول کاروي چې ستاسې ښېګڼه پکې نغښتې وي، ځکه چې خدای تاسې له مخکې نه پېژني او وار له مخه یې ټاکلي یئ تر څو په مسیح کې جلال ومومئ. په یاد ولرئ چې خدای ستاسې ګناهونه او تېروتنې در وبخښلې او تاسې یې ومنلئ، تاسې یې له روحاني مړینې بېرته را ژوندي کړئ او په وړیا ډول یې عادل وشمېرلئ. په تدریجي ډول یې د ایمان هسکو پوړیو ته ورسولئ چې د مسیح تر راتلو به ستاسې ایمان کامل او بدنونه به مو جلال موندونکي وي. دا هغه حقیقت دی چې پولس رسول یې د الفاظو په موندلو کې ټکنی کېږي او یا هم پاته راځي، خو بیا هم هڅه کوي چې تر موږ یې را و رسوي او موږ ته وایي: «نو بیا مونږ د دې شیانو په هکله څه ویلی شو؟» د پولس پدې الفاظو کې دوه ټکي د پام وړ دي چې هغه دوه ټکي هم خپله پولس رسول او هم موږ مخاطبوي لومړی دا چې: «د دې لوی حقیقت بیانولو لپاره د الفاظو ځولۍ وړه ده» او دوهم دا چې: «موږ اړ یو چې د دې لوی حقیقت بیانولو لپاره، هغسې الفاظ ومومو چې ورته مناسب وي» زما په اند پولس رسول به د دې پوښتنې په ځواب کې: «نو بیا مونږ د دې شیانو په هکله څه ویلی شو؟» په تحلیلي بڼه وایي: «موږ باید په یوه بله بڼه دا ستر حقیقت د الفاظو په اډانه کې را وسپړو» ځکه چې هغه خپلې خبرې په یوې بلې پوښتنې پېلوي او وایي: «که خدای زمونږ په خوا دی، نو بیا څوک کولای شي چې زمونږ په خلاف شي؟» چې د دې منځپانګې له پیله د پولس رسول موخه همدا جمله وه چې دی یې په لټه کې و، خو ده په لومړنیو ټکو کې هڅه کوله چې دا جمله په نورو الفاظو کې وپیي. موږ هم اړ یو چې دا حقیقت په نورو بڼو تر خلکو و رسوو، که موږ بار بار له یو چا سره مخ کېږو او هر ځل غواړو چې دا حقیقت له هغوی سره شریک کړو، باید زموږ ژبه هر ځل بېله وي، یعنې زموږ الفاظ باید په داسې شکل وي چې د مخاطب پام را خپل کړو. که برېښنا لیک استوو، باید له تېر برېښنا لیک سره یې الفاظ یو نه وي، که لیک لیکو، درس ورکوو او شعر لیکو، باید د بیان ژبه مو له پخواني هغه بېله وي تر څو د مخاطب پام را خپل کړو. یعني هر حالت ته په کتو د پولس دا پوښتنه په ذهن کې وکاږو چې: «نو بیا مونږ د دې شیانو په هکله څه ویلی شو؟» او حالت ته په کتو یې ځواب کړئ.زموږ ژوند هره شېبه له نویو تجربو تېریږي، نو موږ اړ یو چې هره لمحه یې پدې پوښتنې پیلتر کړو او بیا ځواب ورکړو.
خدای زموږ سره دی
پولس د دې څپرکي په ۳۱ آیت کې خپله خبره څنګه تکراروي؟ هغه وايي: «که خدای له موږ سره وي، نو بیا څوک زموږ پر ضد درېدلی شي؟» هغه د خپل تېر بیان لنډیز ویلي وو: خدای زموږ سره دی، نو هیڅوک زموږ پر ضد نشي درېدلی.خدای موږ له وړاندې د خپلې مینې له مخې پیژندلي یو او ټاکلي یې یو چې د هغه اولادونه واوسو. هغه موږ د روحاني مرګ څخه را پورته کړو، عادل او بېګناه یې اعلان کړو ـ او تر هغې سترې او برکتناکې ورځې پورې چې مسیح به پکې ظهور کوي، زموږ په ژوند کې د خدای جلال وي. د دې
حقیقت د بیان لپاره موږ کوم الفاظ وکاروو او څنګه بی ووایو؟ موږ به دا په دې ډول څرګندوو او وایو به: «خدای زموږ سره دی» چې دا کلیمې بې سارې ارزښتمنې کلیمې دي
دا باید ومنو چې په ټوله هستي «خدای زموږ پر ضد دی» کلیمې څخه وېرونکې کلیمه بله نه وي. که رښتیا هم د خدای ځواکمن او بې پایه غضب زموږ پر ضد وی، نو له هغې به ښه دا وی چې تر مرګ وروسته نیست او نابود شوی وی، ځکه چې دا نابودي به د خدای د فضل یوه خوږه ډالۍ وی. نو همدا لامل دی هغه کسان چې له حقیقت څخه لرې دي، تل هڅه کوي چې موږ قانع کړي چې عدالت یوازې نیستي ده، د هغوی ادعا ده چې دوزخ ته تلل نشته، خو دا حقیقت ندی که موږ د خدای تر غضب لاندې یو او له مرګ وروسته نیست او نابود شو، نو دا نیستي عدالت نه، بلکې ازادي او هوساینه ده (مکاشفه ۶: ۱۶ وګوره) هېڅوک له مرګ وروسته نابودېږي نه او نه هم له منځه ځي. موږ به تل ژوندی یو او په دې تلپاتې ژوند کې یا خدای زموږ سره دی او یا هم زموږ پر ضد، خو دا د ویلو ده چې ټول هغه کسان چې په مسیح کې دي، له نهبیانېدونکي خوشحالۍ سره مخ کېدونکي دي: «خدای زموږ سره دی» معنا هغه زموږ تر څنګ دی، نو په همدې اساس: « نو اوس چې کوم خلک د عیسی مسیح سره په یووالي کې ژوند کوي، هغوی هېڅ محکوم کېدای نه ش». (رومیان ۸: ۱).
خدای په بشپړ ډول زموږ ملاړ کوي او هغه له موږ سره دی، هغه هېڅکله زموږ پر ضد نه دی. زموږ هېڅ ناروغي د دې لپاره نه ده چې یو قضاوتکوونکی قاضي موږ محکوم کړي. د موټر یا نورو وسایلو خرابېدل د خدای له لوري سزا نه ده. زموږ د واده ستونزې د خدای د غضب نښه نه ده. د کار له لاسه ورکول زموږ د ګناه جریمه نه ده. د اولادونو سرغړونه د خدای د سزا نښه نه ده... دا چې موږ په مسیح کې یو، نو هېڅ یوه ستونزه، تېری، د درد.. په هره بڼه چې وي د خدای د غضب له امله نده، بلکې د ژوند په ټولو چارو کېخدای زموږ سره دی.
څوک زموږ پر ضد کېدای شي؟
«څوک زموږ پر ضد دي؟» موږ لا هم د رومیان رسالې د اتم څپرکي په ۳۱ آیت کې یو: «که خدای زموږ سره وي، نو څوک زموږ پر ضد درېدلی شي؟» پولس تمه لري چې د پوښتنې د مخاطب ځواب به یې دا وي: «هیڅوک زموږ پر ضد نه شي درېدلی»، خو د پولس د تمې برعکس موږ تل ممکن په لومړنۍ غبرګون کې: «واقعاً؟» وکاروو. یعنې څه؟ د همدې څپرکي ۳۵ آیت د کړاو، اندېښنو، ځورونو او تورو پدیدو په باب سپیناوی کوي او د ۳۶ آیت په لړ کې وايي چې مسیحیان ټوله ورځ وژل کېږي او د قربانۍ د پسونو په څېر ګڼل کېږي. هو؛ دا هماغه پولس دی چې ویل به یې: «څوک زموږ پر ضد کېدای شي؟» که دا بحث لږ نور هم را وسپړو؛ نو زه فکر کوم د پولس هدف دا دی چې هیڅوک په دې بریالی نه شي چې زموږ پر ضد ودرېږي. خو ممکن د درېدو هڅه وکوي. یعنې شیطان او ګناهکار انسانان کولی شي تاسو ناروغ کړي، موټر مو غلا کړي، په واده کې درز او شخړه پیدا کړي، کار مو واخلي او حتی ستاسو اولاد درڅخه جلا کړي. خو ۲۸ آیت وايي، که تاسې له خدای سره مینه لرئ، هغه به ټول دا شیان د ستاسو د خیر لپاره وکاروي او دښمن به ونشي کولای چې بریا تر لاسه کړي، که څه هم چې هڅه به وکړي
که دا ټول کارونه ستاسو په خیر وي، نو د شیطان ټول پلانونه ناکامه دي او هغه څه چې تاسو ته ضرر رسوي، تاسو ته به په برکت بدل شي. البته، دا یو داسې برکت دی چې له درده به خالي نه دی، خو دا درد د مسیحي ایماندار حوصلې لوړوي، روح یې پاکوي او په مسیح یې ایمان ژوروي. که خدای ستاسو سره وي، دا برکتونه درڅخه نه سپموي.
چرته چې شیطان ناوړه پلانونه جوړوي، هلته خدای د خیر تدبیر نیسي (پیدایش ۵۰:۲۰؛ ۴۵:۷).خدای هغه څه ستاسې په خیر بدلوي چې ستاسو پر ضد وي، نو پعه یاد ولرئ چې هیڅوک په دې کې بریالي نه شي چې ستاسو پر ضد ودرېږي.
زموږ ژوند باید څومره د دې حقیقت له مخې بدل شي!
که دا شیان زموږ پر ضد شي، نو موږ باید د نړۍ په څېر ونه اوسو. د نړۍ ډېری خلک د ناروغۍ، غلا، د دندې له لاسه ورکول او زرګونه نورو وېرونکو شیانو له وېرې داسې ژوند غوره کوي چې له دې خطرونو ځان وساتي؛ خو خدای خپلو پیروانو ته وايي: «امتونه دې ټولو شیانو پسې ګرځي، خو تاسو لومړی د خدای سلطنت وغواړئ» (متی ۶:۳۲-۳۳) ځکه خدای به هغه څه درکړي چې تاسو ورته اړتیا لرئ.
کله چې د خدای د سلطنت د پرمختګ لپاره مینه کوئ، له ځانه به تېرېږئ، سختۍ به زغملئ او په دې لاره کې به یو څه له لاسه هم ورکوئ، یا به د کمښت احساس کوئ، ځکه دا ټول به ستاسو په خیر وي او خدای به یې تاسو ته په سل چنده اجر بېرته درکړي.
د انجیل د اعلان لپاره ودرېږئ!
ایماندارو د دښمن پر وړاندې ودرېږئ او انجیل اعلان کړئ، که په کَنکنِ ګینه، استانبولِ ترکیه، تِنټارا اندونیزیا، یا مینیاپولیسِ مینهسوتا کې هم اوسئ، که څوک ستاسو د وژلو نیت لري ورته ووایئ:«هغه څه وکړه چې غواړې یې، خو هر څه چې وایې او هر درد چې راکړې، دا به زما ایمان تصفیه کړي، زما اجر به زیات کړي او ما به د عیسی مسیح تر څنګ جنت ته ورسوي چې له مرګ څخه بېرته راژوندی شو»
زموږ دا باور چې «خدای زموږ سره دی» به موږ د ټولنې په منځ موږ څومره خدای ته نږدې کړي چې بیا به هیڅوک زموږ پر وړاندې نشي ودرېدی.
د آسمان منطق
پولس رسول موږ ته دا حقیقت په یوه بله بڼه بیانوي. هغه په ۳۲ آیت کې حقیقت ته اشاره کوي، د دې تضمین کوي چې دښمنان به بریالي نه شي او هم د خدای د بېپایانه، مطلق او بېساري سخاوت ژمنه چې له ایماندارانو سره یې کړې په ډاګه کوي. یاده دې وي چې د دې ټول سخاوت بنسټ د هغه د زوی مرګ د ګناهکارانو لپاره دی: «هغه چې خپل زوی یې ونه سپماوه، بلکې د موږ ټولو لپاره یې وسپاره، نو څنګه به هغه موږ ته هر څه را نه کړي؟» (رومیان ۸:۳۲)
زه دې حقیقت ته "د آسمان منطق" نوم ورکوم، یعنې د دې منطق استدلال دا دی چې لویه موضوع کوچنۍ ته رسېږي، سختې مسئلې اسانې مومي او له ناممکن خنډ یوه اسانه مانع ګرځي، ځکه چې خدای خپله دا هر څه اسانه کړل او زموږ لپاره له خپل زوی څخه تېر شو. او هغه یې له موږ څخه و نه سپماوو چې دا هماغه ستر عمل، سخت کار او د خلاصون لپاره ناممکن خنډ و. خدای هغه وسپاره تر څو شکنجه شي، سپک وګڼل شي او د خپل مرګ سره زموږ ګناهونه په خپله غاړه واخلي. داسې څه چې ناممکن و او ممکن شو، نو بیا دا کوچنی کار او دا اسانه عمل هم خامخا ترسره کېږي او ټول به لدې امله بښل کېږو چې مسیح زموږ بیه پرېک کړې.؛ هو؛ دا دی د آسمان منطق.
خپل زوی
د دې آیت ځینو برخو ته وګورئ لکه:"خپل زوی" عیسی مسیح یوازې یو انسان نه و چې خدای هغه پیدا کړی وي او خپل زوی یې ګرځولی وي. عیسی مسیح د پلار د الوهیت انځور دی چې له ازله موجود و.. هغه له ازله و او تر ابده به وي. مانا دا چې زوی هم لکه پلا، ابدي دی او په هغه کې هم الوهیت پوره شته دی. دی (کولسیان ۲:۹).
د رومیانو ۸:۳ آیت مو په یاد دی؟
هلته وايي چې خدای "خپل زوی د ګناه د بدن په شباهت کې ولېږه." یعنې زوی مخکې لدې چې د انسان په شکل دنیا ته راشي موجود و د ځینو هغو لپاره چې وایي عیسی یوازې یو نبي و باید ووایم چېدی یوازې یو نبی نه و؛ دی د خدای زوی دی.
د پلار یوازنی زوی
رومیانو ۸:۳۲ آیت "خپل زوی" یادوي، هدف یې دا دی چې دی بېساری دی؛ بل څوک د هغه په څېر نشته،
دی د پلار لپاره نهایت ارزښت لري او د هغه یوازنی زوی دی. عیسی چې دلته پر ځمکه کې و خدای لږ تر لږه دوه ځله د دې اعلان کړی چې هغه زما زوی دی.
"دا زما ګران زوی دی!" (متی ۳:۱۷؛ ۱۷:۵) په همدې ترتیب په کولسیان ۱:۱۳ کې، پولس دی "د خدای د مینې زوی" بولي.
همدارنګه عیسی پخپله د هغو خدمتګارانو کیسه کوي چې بادار یې باغوانانو ته ولېږل، تر څو د تاکونو د بڼ مېوه ټوله کړي. خو باغوانان هغه خدمتګاران وهي او بیا یې وژني. عیسی وايي: "خو بادار یو ګران زوی درلود، هغه یې پاتې و." (مرقس ۱۲:۶) هغه څه چې پلار درلوده، هماغه یو زوی و او پلار هغه ډېر خوښاوه،خو بیا یې هم ور ولېږه.
د پلار ځانګړې مینه
زه څلور اولاده لرم د پلرونو په توګه ټولو ته معلومه ده چې د پلار مینه له اولادونو سره ځانګړې ده، هو؛ باید واضح کړم چې زه خپله مېرمن هم خوښوم، خپله لور هم خوښوم، خپل پلار هم خوښوم، خپل ملګري هم خوښوم.او زه تاسو هم خوښوم!. زه نه وایم چې د پلار مینه له نورو ټولو مینو غوره ده، خو دا وایم چې د پلار مینه د اولاد لپاره ځانګړې ده. نورې مینې هم بېلابېلې او خپلې ځانګړنې لر ي، خو زه یوازې د همدې مینې په اړه خبرې کوم، ځکه چې زموږ موضوع د پلارولۍ په مینه را څرخي "د پلار او زوی تر منځ داسې مینه نشته، لکه د بل چا تر منځ."
د نجات تر ټولو ستر خنډ
د رومیانو ۸:۳۲ آیت هدف دا دی چې دا مینه د نجات تر ټولو ستر خنډ و چې د خدای ژوره مینه یې له خپل یوازیني زوی سره د اِوِرېسټ غره په څېر د ګناهګارانو د نجات په لاره کې یو لوی خنډ و او دا داسې خنډ و چې تر ډېره د دې خنډ لرې کول ناممکن برېښېدل خو خدای خپل زوی د دې خنډ قرباني کړ او د انسان او خدای تر منځ یې د وصل دا باب بېرته د مسیح په وینه پرانست. خو پوښتنه دا ده چې ایا خدای کولی شو پر دې مینه بریالی شي؟ ایا واقعاً به بریالی شوی وای؟ ایا هغه کولی شو خپل زوی وسپاري، چې…
– تحقیر وشي؟
– خیانتورسره وشي؟
– پرېښودل شي؟
– مسخره شي؟
– ووهل شي، سپکاوی ورته وشي او لعنت پرې وشي؟
– د صلیب پر سر میخکوب شي؟
– لکه یو قربانۍ حیوان حلال شي؟
– په نیزه سوری شي؟
ایا خدای واقعاً دا وکړل؟
خدای خپل زوی وسپاره
پولس وايي: هو؛ خدای دا هر څه ومنل او خپل زوی یې دې قربانۍ ته وسپاره! هغه د دې حقیقت اعلان هم مثبت، هم منفي کوي:"هغه خپل یوازنی زوی ونه سپماوه، بلکې و یې سپاره." دا ستر خنډ څومره لوی و؟ څومره سخت و؟ د دې خبرې لوی والی له دې جملې ښکاري چې: "هغه خپل زوی ونه سپماوه." او دا هم د ویلو ده چېخدای د خپل زوی له درد او رنځ څخه خوشحاله نه و، دا یو وحشتناکه ظلم و، چې د خدای پر زوی تېر شو. خو پایله څه شوه؟ همدلته، ګناه تر ټولو بد حالت ته ورسېده. همدلته، د ګناه اصلي ماهیت ښکاره شو. یعنې، ګناه د خدای پر وړاندې یرغل دی، ګناه خدای ته شا اړول دي، ګناه د خدای د واک، حقیقت او ښکلا پر ضد بغاوت دی..خو خدای اجازه ورکړه، چې له خپل زوی سره یې همداسې وشي، ځکه اړتیا وه چې د ګناه اصلي څهره باید په ډاګه شوې وای او انسان یې له شره ژغورل شوی وای!
هغه یې وسپاړه
خدای هغه قرباني کولو ته وسپاره، تاسې له دې مهم حقیقت څخه مه غافله کېږئ چې په هماغه بېساري شېبه کې د ټولې هستۍ تر ټولو ارزښتناکه شیان یو ځای شول چې په لاندې ډول دي:
ثد انسان لپارهد خدای مینه
له ګناه څخهد خدای کرکه
د خدای مطلقه واکمني
د انسان د اعمالو ابدی مسؤلیت
د خدای بېپایه حکمت او قدرت
کله چې خدای خپل زوی د مرګ لپاره وسپاره، نو دا ټول حقیقتونه په هماغه شېبه سره یو ځای شول.
چا عیسی تسلیم کړ؟
د سپېڅلي کتابوینا ده چې
یهودا هغه تسلیم کړ (مرقس ۳:۱۹) پ
یلاطوس هغه تسلیم کړ (مرقس ۱۵:۱۵)
هیرودیس، یهودیان، او غیر یهودیان هغه تسلیم کړ (اعمال ۴:۲۷-۲۸)
موږ هغه تسلیم کړ (اول قرنتیان ۱۵:۳؛ غلاطیان ۱:۴؛ اول پطرس ۲:۲۴)
عیسی پخپله ځان تسلیم کړ (یوحنا ۱۰:۱۷؛ ۱۹:۳۰)
خو پولس د دې ټولو پر سر ټکي ږدي او وایيپه حقیقت کې دا خدای و چې خپل زوی یې وسپاره!
"هغه، چې د خدای د مستحکمې ارادې او مخکېني علم له مخې وسپارل شو، تاسو هغه د مجرمانو په لاس صلیب ته وکښلو او ومو واژه." (اعمال ۲:۲۳)
نو، که یهودا، پیلاطوس، هیرودیس، یهودیان، غیر یهودیان او حتی موږ ګناه وکړه…
او که عیسی پخپله ځان وسپاره…
په ټولو حالاتو کې، دا خدای و چې خپل زوی یې وسپاره!
تر ټولو ستره پېښه
په تاریخ کې تر دې ستره پېښه نه ده شوې. دا تر ټولو ستر عدالت و او تر ټولو ستر رحم.
دا تر ټولو ستره سزا وه او تر ټولو ستر نجات.
دا تر ټولو ستر درد و او تر ټولو ستره مینه. چې په پایله کې دا باید ووایو: دا د خدای پرېکړه او د آسمان پر منطق استوار عمل و چې تر سره شو چې یقیناً له امله یې موږ وبخښل شو
داچې خدای خپل زوی له موږ ونه سپماوه، نو ایا بل کوم نیک شی به راڅخه وسبموي؟
همدا خبره د زبور ۸۴:۱۱ ده چې وایي: "هیڅ نیک شی به له هغو کسانو څخه ونه ساتي، چې په صداقت کې روان وي."همدارنګه لومړی.قرنتیان ۳:۲۱-۲۳ هم وایي:"ټول شیان ستاسې دي که پولس، که اپلس، که کیفا، که نړۍ، که ژوند، که مرګ، که اوسني شیان، که راتلونکي شیان، ټول ستاسې دي! خو تاسو د مسیح یاست، او مسیح د خدای دی." افسسیان ۱:۳ هم پدې ټکي ټینګار کوي او وایي: "متبارک دې وي خدای، د عیسی مسیح پلار چې موږ ته یې د مسیح له لارې په آسماني ځایونو کې هر روحاني برکت راکړ!"
د عیسی خپله ژمنه
عیسی خپله موږ ته وعده راکوي: " اندېښنه مع کوئ، مه وایئ 'څه به وخورو؟' یا 'څه به وڅکو؟' یا 'څه به واغوندو؟'... ستاسې آسماني پلار پوهېږی.چې تاسو دې ټولو ته اړتیا لرئ.خو لومړی د خدای سلطنت او د هغه عدالت وغواړئ، نو دا ټول به هم درکړل شي!" (متی ۶:۳۱-۳۳)
ایا واقعاً ټول شیان؟
که خدای خپل زوی ونه ساته، نو یقیناً، موږ ته به هر څه راکړي؟ او دا څه مانا لري؟ مصیبت؟ خپګان؟ جفا؟ قحطي؟ لوڅتیا؟ خطر؟ توره؟ (رومیان ۸:۳۵)
۳۵۰ کاله وړاندې، جان فلاول دا پوښتنه ځواب کړه:
"هغه چې خپل زوی ونه ساته، بلکې د ټولو لپاره یې وسپاره، نو څنګه به ورسره موږ ته هر څه را نهبخښي؟" (رومیان ۸:۳۲).ایا ممکن ده، چې خدای موږ وبولي، خو بیا مو بېرته پرېږدي؟
ایا ممکن ده، چې موږ عادل اعلان کړي، خو بیا مو تقدیس نه کړي؟
ایا ممکن ده، چې موږ ته خوراک، جامې، او ساتنه را نهکړي؟
که خدای خپل زوی ونه ساته، نو څنګه ممکن ده، چې نور رحمتونه، تسلي.او برکات راڅخه وساتي؟
خدای تل زموږ د خیر لپاره کار کوي
که تاسو باور لرئ چې خدای خپل زوی ستاسو لپاره ورکړ، نو باید دا هم باور ولرئ چې خدای تل ستاسو د خیر لپاره کار کوي.
د مسیحی ژوند ټول بنسټ پر همدې باور ولاړ دی.
نو مسیح ته وګورئ!
د خدای مینې ته وګورئ!
په مینه کې ژوند وکړئ او نور هېڅ وېره مه لرئ!
