
په سپېڅلي کتاب کې باید د دعا په اړه په نهه شیانو وپوهېږئ
جو کارتر - Joe Carter
ایا پوهیږئ چې په سپېڅلي کتاب کې د څو دعاګانو یادونه شوې ده او څو دعاګانې ځواب شوې دي؟ پدې لیکنه کې مو هڅه کړې چې دې پوښتنو ته ځواب ووایو. همدارنګه د دې لیکنې په ترڅ د دعا اړونده نور موضوعات چې په سپېڅلي کتاب کې بیان شوي، موږ را سپړلي او تاسې یې لوستلو ته را بولو.
لومړی: په سپېڅلي کتاب کې ۶۵۰ دعاګانې ثبت شوې دي.
دوهم: په سپېڅلي کتاب کې تقریباً د ۴۵۰ دعاګانو د ځواب ذکر شوی دی.
درېیم: په سپېڅلي کتاب کې لومړنۍ درج شوې دعا په پیدایښت ۲۶:۴ کې ده چې په اشاره وي ډول یې د دعا «عبادت» یادونه کړې ده (تر دې مخکې چې د خدای او د هغه د خلکو تر منځ کومې خبرې شوي، هغه ټولې نېغ په نېغه د خدای لخوا پیل شوې دي؛ مثلا، پیدایښت ۸:۳-۱۳؛ او پیدایښت ۹:۴).
څلورم: د عیسی د ځمکني ماموریت پر مهال، ۲۵ ځله د هغه دعا په مختلفه وختونو او ځایونو کې سپېڅلي کتاب ثبت کړې ده.
پنځم: په سپېڅلي کتاب کې د پولس رسول د دعاګانو ۴۱ موارد شته چې (دعا، د دعا شرحه، د دعا غوښتنه او دعا ته هڅول) پکې شامل دي.
ښپږم: که څه هم دعا کول په هر فزیکي حالت کې خدای اوري او باید په هر فزیکي حالت کې دعا وشي؛ خو بیا هم سپېڅلی کتاب پنځه داسې ځانګړي حالات بیانوي چې ممکن په هغه حالاتو کې دعا کول، د نورو حالاتو په نسبت ځانګړی ارزښت ولري: ناسته ـ دوهم سموئیل (۱۸:۷)، ولاړه ـ مرقس (۲۵:۱۱)، په ګونډو کېدل ـ دوهم تواریخ (۱۳:۶)؛ دانیال (۱۰:۶)؛ لوقا (۴۱:۲۲)؛ د رسولانو عملونه (۶۰:۷؛ ۴۰:۹؛ ۳۶:۲۰؛ ۵:۲۱)؛ افسسیان (۱۴:۳)، په ځمکه پړ مخ پرېوتل ـ متی (۳۹:۲۶)؛ مرقس (۳۵:۱۴) او لاسونه پورته کول ـ لومړی تیموتائوس (۸:۲).
اووم: په سپېڅلي کتاب کې شاګردانو ته د عیسی مسیح د دعا کولو هغه نمونه چې هغوی باید څنګه دعا وکړي بیان شوې ده. لوقا (۱:۱۱-۱۴)، عیسی مسیح د دعا کولو پدې بېلګه کې پنځه برخې د پام وړ ګڼي چې عبارت دي له: دا چې د خدای نوم مبارک وشمېرل شي، یعني د خدای نوم ته ابدي جلال ورکړل شي. «ای اسماني پلاره!ستا نوم دې پاک وي»، دا چې د خدای پادشاهي دې راشي، یعني پخپل ژوند کې د خدای د ازلي او ابدي ارادې په غوښتلو تمرکز کول. «ستا پادشاهي دې راشي»، دا چې زموږ ورځنۍ روزي د خدای لخوا راکړل شوې ده، یعني زموږ د ورځني ژوند په غوښتنو تمرکز کول «زمونږ ورځنی رزق هره ورځ مونږ ته راکړه»، دا چې د خدای د لوروینې له امله موږ ته بښنه شوې ده، یعني پخپل تېر ژوند تمرک کول. «زمونږ ګناهونه وبخښه، ځکه چې مونږ هم هغه خلک بخښو چې زمونږ سره بدي کوي»، او دا چې خلاصون د خدای له لوري موږ ته راکړل شوی، یعني پخپل راتلونکي باید تمرکز ولرو. «او مونږ په ازمېښت کې مه اچوه»
اتم: په سپېڅلي کتاب کې لږ تر لږه ۹ ډوله دعا بیان شوې ده چې عبارت ده له: په ایمان سره دعا ـ یعقوب (۱۵:۵)، د سولې او توافق دعا چې دا دعا د مشارکت یا ګډون په نوم هم یادیږي ـ د رسولانو عملونه (۴۲:۲)، د غوښتنې دعا چې دا دعا د استغاثې یا التماس په نوم هم یادیږي ـ فیلیپیان (۶:۴)، د شکرانې دعا ـ زبور (۲:۹۵-۳)، د ستاینې دعا ـ د رسولانو عملونه (۲:۱۳-۳)، د تقدیس دعا چې دا دعا د ځان وقفولو په نوم هم یادیږي ـ متی (۳۹:۲۶)، د شفاعت دعا ـ لومړی تیموتائوس( ۱:۲)، د کرکې دعا ـ زبور (۶۹)، او په روح کې دعا ـ لومړی قرنتیان (۱۴:۱۴-۱۵).
نهم: د «آمین» وایی چې معنا یې ده «شي دې»، «همداسې دې وي»، «حقیقتاً» او «په رښتیا». په لومړي ځل، په سپېڅلي کتاب ـ شمېر (۲۲:۵) کې تر سترګو شوی دی. د سپېڅلي کتاب پدې برخه کې خدای هغه شخص ته د «امین« ویلو امر کوي چې خپله آزموینه یې مني
