top of page

د خدای د زوی په اړه

 

لېکوال: - John Piper

 

رومیان ۱:‏۱-‏۴

پولس د عیسی د لارې خادم او د هغه د انجیل رسول یاد شوی دی. د عیسی په اړه په سپېڅلو متنونو کې چې د زاړه تړون انبیاوو لیکلي وړاندوینه شوې چې هغه به د داود له نسله د انسان په بڼه له باکرې مریمې و زېږېږي او د سپېڅلي روح لرلو له امله د خدای زوی یاد شوی. عیسی زموږ هغه خدای دی چې له درې ورځني مرګ وروسته، بېرته له مړینې څخه را پاڅېده او مرګ ته یې هم ماتې ورکړه.

پولس د عیسی خادم و، یعنې چې عیسی هغه پېرلی و، عیسی یې څښتن و او پولس هم د هغه پیرو و. پولس د عیسی د خوشحاله ساتلو لپاره ژوند کاوه، دې خبرې ته مو په ذهن کې اجازه مه ورکوئ چې ګواکې مسیح د پولس په هڅو او د هغه په سختیو باندې تکیه کوي چې هغه د یو خادم په توګه زغملې وې د روميان 15: 18 ته په کتو، موږ باید په یاد ولرو چې پولس په خپل ټول خدمت کې په مسیح تکیه کوله: " د غیر یهودیانو د اطاعت لپاره په وینا او عمل کې زه د یوې کلمې د ویلو جرئت هم نه لرم، پرته له هغه شیانو څخه چې مسیح یې زما له لارې ترسره کوي"  په بل عبارت، پولس د مسیح خدمت په هغه ډول وکړ لکه څنګه چې مسیح د پولس خدمت وکړ، "د انسان زوی دې ته ندی راغلی چې خدمت یې وشي، بلکې هغه دېته راغلی چې د نورو خدمت وکړي" (مرقس 10:45؛ د لا وضاحت لپاره د کورنتیان 15:10 او لومړی پطروس 4:11 هم وګورئ).  که موږ پدې پوه نشو چې پولس مسیح ته د مسیح په هغه  ځواک سره خدمت کړی چې مسیح پخپله چمتو کړی، نو موږ به له پیل څخه د رومیان رسالې مفهوم او معنا په بشپړ ډول نه وي درک کړې، ځکه چې موږ باید پوه شو چې دا ځواک د مسیح له لارې پولس ته ورکړل شوی ترڅو مسیح د پولس په خدمت کې جلال ومومي (لومړی پطروس 4: 11 ته مراجعه وکړئ). هغه مسیح چې په هرڅه حاکم دی او هرڅه چمتو کوي، مسیح هغه څوک دی چې موږ یې جلال ولیده " مسیح پولس د رسول په توګه ټاکلی و نو ځکه خو یې د دمشق په لاره کې بلنه ورکړه او هغه ته یې دنده ورکړه چې د ریښتینو تعلیماتو سره د کلیسا په رامنځته کولو کې د هغه استازی شي، موږ د خدای ځواکمن لاس لیدلی چې د هر پلان او نقشې لارښوونه کوي: "د خدای د انجیل لپاره جلا شوی."  قرنتیان 1:15 وايي چې خدای پولس د هغه له زیږون  نه مخکې غوره کړی و، خدای له هغه  سره دومره لیواله دی چې خپل انجیل یې ور ښکاره کړ تر څو هغه د کوم بل چانس لپاره هیڅ ځای ور پرې نږدي.

اوس راځئ چې د خدای د کلام ځینې برخې د پورته سریزې د راسپړلو او واضح کولو لپاره رواخلو (1: 1) وګورو او تر هغې وروسته وګورو چې پولس همدا موضوع په 2-4 آیتونو کې څنګه تشریح کوي.

"... هغه چې د مخه یې په مقدسو کتابونو کې د خپلو پیغمبرانو له لارې ژمنه کړې وه..." لومړنی ټکی چې پولس یې په پورته ایت کې په ګوته کوي دقیقا د هغه څه سره سمون لري چې موږ لیدلي دي او هغه دا چې خدای لیواله دی چې وښیې چې د خدای کلام له څرګندېدو مخکې پلان شوی و.  دوم آیت:  .  .  [پولس] د خدای د کلام لپاره جلا شوی و، هغه چې [خدای] یې په اړه مخکې په مقدسو کتابونو کې د خپلو پیغمبرانو له لارې ژمنه کړې وه.

په دوم آیت کې دې دریو ټکو ته اشاره شوې ده؛

1) د خدای کلام (انجیل) د زاړه تړون د ژمنو پوره کول دي

انجیل موږ ته نوې لار نه څرګندوي، بلکې د زاړه تړون دوام او رسمیت پېژندنه په ګوته کوي.  د زاړه تړون خدای د نوي تړون خدای هم دی او د هغه څه چې هغه ژمنه کړې وه، هغه یې د عیسی په راتلو کې پوره کړه.

2) خدای په خپلو ژمنو عمل کوي

سل کاله تیر شول او یهودیان ډاډه نه وو چې ایا عیسی (وعده شوی مسیح) به راشي، دوی ډیر ځوریدلي وو، خدای د خپلې ژمنې پوره کولو لپاره عمل وکړ او د دې معنا دا ده چې په خدای توکل کول څومره اړین دي. تر ډېره خلکو داسې انګېرله چې خدای خپلې ژمنې هېرې کړي دي، خو داسې نه وه.  له همدې امله دوم آیت نه یوازې د انجیل د مینځپانګې په اړه خبرې کوي، بلکې د دې خبرې د پیاوړتیا دلیل هم دی چې زموږ باور په الهیتي نړۍ کې څومره پیاوړی دی. خلاصه د دې خبرې دا ده چې موږ باید پوه شو چې خدای د مسیح له راتګ څخه پیړۍ مخکې د هغه د ظهور ژمنه کړې وه او هغه دا ژمنې په خورا تفصیل سره پوره کړې..

3) موږ باید د دې سپیڅلو او الهامي لیکنو درناوی ولرو او پرې باور وکړو

په یاد ولرئ چې دوم آیت موږ د انجیل د تعلیمونو په اړه خورا مهمې پایلې ته رسوي.  تر ټولو لومړی، په دې آیت کې موږ خدای او هغه وعده ګورو چې یې اراده کړې وه، همدارنګه هغه پیغمبران ګورو چې د هغوی په ​​​​واسطه یې خدای د خپلې وعدې په اړه خبرې کوي (دې ټکي ته پام وکړئ: دا د دوی خبرې نه، بلکې "د دوی له لارې د خدای خبرې دي" یعنی چې په تیرو کتابونو کې وینا کوونکی لاهم پخپله خدای دی).  بیا موږ لیکنو ته راځو، هغه لیکنې چې مقدسې بلل کیږي. دا لیکنې  ولې مقدس دي؟ يعنې ولې له نورو ټولو ليکنو جلا، بې ساري او ارزښتناکه دي؟ دا لیکني ځکه مقدسې دي چې د خدای خبرې دي.  آیت په دقت سره ولولئ: "[خدای] دا وعده مخکې د خپلو پیغمبرانو له لارې په مقدسو کتابونو کې کړې وه."  دا خدای و چې په سپېڅلي کتاب کې یې ژمنه کړې وه، دا خدای دی چې په انجیل کې خبرې کوي او کله چې خدای خبرې کوي، نو د هغه خبرې به خامخا مقدسې وي.  پولس د خدای په کلام کې د پوهې څښتن دی او موږ هم باید د هغه په ​​​​څیر و اوسو .  که تاسو کله هم فکر کړی وي چې ولې زموږ د انجیل په پوښ ​​د "سپېڅلی کتاب" کلمه لیکل شوې؟  د رومیان 1: 2 فصلونه دې پوښتنې ته ځواب ورکوي.،.

له دې حقیقت څخه باید سترګې پټې نه کړو چې د رومیان رساله دغه درې ټکي را سپړي: (1) په آیت 1: 1 کې پولس ځان د عیسی مسیح د رسول په توګه بیانوي چې دی د هغه په استازولۍ خبرې کوي هغه چې د کلیسا اصلي بنسټ ایښودونکی دی (افسیان 2:20).  په بل عبارت، پولس د پخوانیو پیغمبرانو په څیر خبرې کوي او لیکي یې. (2) پولس په لومړی کورنتیان 2: 13 کې وايي: "موږ د انساني عقل له مخې زده کړل شويو الفاظو سره خبرې نه کوو ، بلکې موږ د هغه څه له مخې خبرې کوو چې روح القدس را ښودلې دي."  په بل عبارت، پولس ادعا کوي چې د هغه تعلیمات د یو ځانګړي الهام څخه سرچینه اخلي. (3) پطروس په دوم پطروس 3: 16 کې وايي چې ځینې خلک "د نورو کتابونو په څیر [د پولس لیکنې] تحریفوي."  نو پطروس د پولس خطونه د هغه صحیفو په لیست کې شاملوي چې موږ یې دلته مطالعه کوو. دا ځکه چې د خدای د کلام تبلیغ کول د کلیسا د جماعت لپاره یوه جدي مسله ده.  موږ باور لرو چې رومیان ته د پولس لیک د خدای کلام دی، ځکه هغه خبرې د انسان له خبرو لوړې دي.  په مقدسو لیکنو کې چې د خدای لخوا الهام شوي د انجیل ژمنه شوې وه او انجیل زموږ لپاره په مقدسو لیکنو کې لیکل شوی او ساتل شوی چې د خدای لخوا د الهام شویو خبرو ټولګه ده.  دا هغه څه دي چې موږ پرې باور لرو،  زموږ دا باور د حقیقت، عقیدې، تبلیغ، عبادت او په نړۍ کې د هر څه په اړه زموږ نظر په بشپړه توګه له نورو څخه بیلوی. نو ځکه خو لومړنی شی چې پولس یې د خدای د انجیل په اړه وایی، هغه دا دی چې انجیل له ډیر پخوا څخه پلان شوی او وړاندوینه یې شوې وه (1: 2).  دا هغه انجیل دی چې خدای یې "پخوا په مقدسو کتابونو کې د خپلو پیغمبرانو له لارې ژمنه کړې وه."

".  .  .  د هغه د زوی په اړه.  .  . " او دوهم شی چې پولس یې د خدای د انجیل په اړه یادونه کوي (1: 3) هغه  دا دی چې انجیل د خدای د زوی په اړه دی.  ".  .  .  د خدای انجیل چې مخکې یې ژمنه کړې وه، د هغه د زوی په اړه په مقدس کتابونو کې د خپلو پیغمبرانو له لارې.  .  . " د خدای انجیل د خدای د زوی په اړه دی.  موږ باید د خدای د زوی په اړه دوه شیان سمدستي او پرته له کوم ځنډه ومنو ، ځکه چې که داسې ونه کړو نو موږ به خدای مه کړه خورا لوې ګمراهان وشمېرل شو.

1) د خدای زوی د انسان کیدو د مخه و

روميان 8: 3 ته مراجعه وکړئ: "هغه څه چې په شریعت کې ناشونی و، ځکه چې دا د غوښې له امله کمزوری و، خدای خپل زوی د ګناه د بدن په څیر واستاوه."  خدای هغه د انسان د بدن اخیستلو لپاره لیږلی و.  له همدې امله، د خدای زوی مخکې له دې چې یو انسان شي د خدای د زوی په توګه شتون درلود.  دا پدې مانا ده چې مسیح د خدای زوی دی او په یو ځانګړي او بشپړ ډول بې ساري دی.  هغه زموږ په څیر د خدای زوی نه و (رومیان 8: 14، 19).

2) مسیح خدای دی

د رومیان په 9: 5 کې د اسراییلو د قوم امتیازاتو ته اشاره شوې، پولس لیکي: "پلرونه له دوی څخه دي او له دوی څخه مسیح په بدن کې جوړ شوی، څوک چې د ټولو څخه پورته دی، خدای د تل لپاره دوی ته برکت ورکړی دی، آمین."  او په کولسیانو 2: 9 کې وايي: "د  مسیح په بدن کې د خدای ټولې ځانګړتیاوې شته." عزیزانو کله چې پولس وايي چې د خدای انجیل د هغه د زوی په اړه دی، د هغې معنا دا ده چې انجیل د خدای د الهي زوی په اړه دی، هغه زوی چې د ابد څخه و.  د خدای انجیل د خدای په اړه ندي چې یوازې د نړۍ چارو ته وده ورکوي.  د خدای انجیل د خدای په اړه د هغه د زوی په شخص کې دی، څوک چې د پلار بشپړ مظهر دی او څوک چې پخپله خدای دی، هغه د دې نړۍ د چارو سمبالونکی دی..

له همدې امله ویلی شو چې خدای د انجیل لېږلو پلان پخوا لاره او ژمنه یې کړې وه مخکې له دې چې انجیل نړۍ ته را شي، خدای په پلان کې د هغې رسولو ته پولس ټاکلی و او دا چې انجیل د خدای د الهی زوی په اړه دی، پولس هم د "د خدای انجیل" جملې ته ځانګړې ارزښت ورکاوه.  د کائناتو خالق د نړۍ لپاره ښه شیان پلان کړي او د هغه زوی د دې پلان په هسته کې ځای لري.

".  .  .  د بدن په بنا هغه د داؤد له نسل څخه زیږیدلی و.  .  ."  دریم ټکی چې پولس یې د خدای د انجیل په اړه بیانوي دا دی چې د خدای زوی "د داؤد د نسل څخه په یو غوښن جسم کې زیږیدلی و." چې دا حقیقت د دوه ټکو څرګندونه کوي.

1) د خدای زوی د انسان په بڼه نړي ته راغی

هغه د دې لپاره زیږیدلی و تر څو خپل ماموریت ترسره کړي. هغه د دې کار مسول ټاکل شوی و او دا کار یې په غاړه درلود، هغه اړتیا درلوده چې د خپل الهی فطرت سره یو انساني فطرت هم واخلي، ځکه خدای یو انسان د دې کار لپاره نه دی غوره کړی چې دا مسولیت ور په غاړه کړي، بلکې هغه خپل زوی څخه و غوښتل چې دا کار ترسره کړي او د هغه یوازینی او ابدي زوی د انسان په توګه ځمکې ته راغی

2) هغه د زاړه تړون د پاچا (داؤد) له نسل څخه زیږیدلی و

ولې د خدای دا ژمنه د انجیل برخه ده او ولې موږ ته دا ژمنه یو ښه خبر دی؟  ځواب یې دا دی چې د زاړه تړون ټولې ژمنې د مسیح په راتګ پورې اړه لري، په زاړه تړون کې راغلي، دا دی هغه مسح شوی مسیح چې د داود د نسل څخه به د پاچا په توګه پاچاهي وکړي، د خدای د خلکو په دښمنانو به غالب شي او د تل لپاره به سوله او عدالت راولي.  چې پدې ترتیب خدای خپلې ټولې ژمنې پوره کړې.

د زاړه تړون دوه ژمنو ته پام وکړئ.  یرمیاه 23: 5: "وګوره، هغه ورځ به راشي چې څښتن وایي، زه به د داود لپاره د عدالت یوه څانګه پرانځم او بیا به سلطنت وکړم او هغه حکومت به له حکمت سره سم عمل کوي، او هغه به په ځمکه کې عدالت او صداقت ترسره کړي."  همدارنګه یشعیاه 11: 10 وایي: "او هغه ورځ به را پیښه شي چې د عیسی ریښه به د قومونو د پوهې لپاره رامینځته شي ، او ملتونه به یې لټوي او د هغه سوله به په ویاړ سره وي او نوم به یې جلال ومومي.

نو د خدای انجیل یو ښه خبر دی چې سل کاله وروسته، خدای د خپل پلان او وعدې د پوره کولو لپاره کار پیل کړ، دا هماغه ژمنه ده چې د داؤد له اولادې څخه به یو پاچا راشي، او لکه څنګه چې یشعیاه 9: 6-7 وایي، "بادشاهي به د هغه په ​​​​اوږه وي او د هغه نوم به یې هم د هغه په ​​​​اوږه وي، د هغه نوم به حیرانونکی او ځواکمن وي او خدای پاک به د تل لپاره د سولې څښتن وي."  د هغه د سلطنت او روغتیا پرمختګ به پای ته ونه رسیږي."

له همدې امله، "د خدای انجیل" ښه خبر دی وخت راغلی او د خدای سلطنت نږدې دی (مرقس 1: 14-15: "عیسی جلیل ته راغی او د خدای د بادشاهۍ ښه خبر یې خپور کړ، ویې ویل: وخت پای ته رسیدلی او د خدای سلطنت نږدې دی. نو توبه وباسئ او په انجیل باور وکړئ").  نړۍ ته د خدای د زوی راتلل د هغه ژمنه شوي پاچا د "داؤد د زوی" راتلل وو.  هغه به په قومونو بادشاهى کوى، هغه به د خُدائ پاک په دښمنانو باندې غالبه شى او په امن او انصاف سره به بادشاهى کوى.  یشعیاه 35:10 وايي: "د خدای خلاصون به بیرته راستون شي، دوی به د سرود سره صیون ته راشي، تلپاتې خوښۍ به ومومي، غم او ماتم به وتښتي."  دا هغه حقیقت دی چې دریم آیت  د خدای کلام"د خدای انجیل" جوړوي.  د داؤد د زوی په توګه، د خدای د زوی  راتلل د خدای په حضور کې د خدای د ټولو ژغورلو لپاره د تلپاتې خوښۍ معنا لري.

".  .  .  او د روح القدس په وسیله، د خدای زوی د هغه د قدرت لپاره پیژندل شوی، هغه مړینې وروسته بیا راژوندی شوی.  .  . " پولس "د خدای د انجیل" په اړه یو بل شی هم یادوي. مخکې لدې چې "د خدای انجیل" ځمکې ته راشي، هغه پخوا پلان شوی او ژمنه شوې و.  د خدای انجیل د خدای د الهي زوی په اړه دی، هغه زوی چې له ابدیت څخه شتون لري.  د خدای انجیل ښه خبر دی چې زوی یې د داود د زوی په توګه د خدای په پاچاهۍ کې د عدالت ، سولې او خوښۍ امیدونو او هیلو پوره کولو لپاره د انسان په بدن کې زیږیدلی و چې په زاړه تړون کې یې یادونه شوې.  د خدای انجیل دا ټول حقیقتونه لري ، مګر پولس په څلورم آیت کې د یو  بل څه یادونه کوي چې هم ویجاړونکي او  هم رغونکي دي.  هغه وايي، "د سپیڅلي روح په وسیله د خدای زوی له مړینې څخه د بیا را ژوندي کېدل د قدرت یو بېلګه ده"

دا خبر ولې ویجاړونکې ده؟ د وخت یهودیانو تمه درلوده چې مسیح به د سیاسي واک او واکمنۍ سره راشي، د نړۍ ظالمو واکمنانو او رومیانو ته به ماتې ورکړي، په اورشلیم کې به خپله پاچاهي اعلان کړي او د تل لپاره به د خپلو خلکو سره په بریالیتوب کې ژوند وکړي.  مګر هغه څه چې پولس په څلورم آیت کې بیانوی، هغه دا په ګوته کوي چې د داود زوی باید د مرګ تجربه وکړي.  ایا د دې معنا دا ده چې هغه به مړ شي؟!  هغه کسان چې فکر یې کاوه هغه مسیح دی، د دې خبر له امله په بشپړ ډول مغشوش او ګډوډ شول، ځکه چې د دوی په ذهن کې مسیح باید مړ شوی نه وی، بلکې ژوندی، غالب او پاچا وی.  د یهودیانو په عقیده کې، مسیح باید ونه نیول شي، و نه وهل شي، ملنډې پرې ونه وهل شي او په صلیب باندې را ځوړند نه کړای شي او خپل خلک یوازې پرینږدي  داسې یو شی خالصه تباهي وه (لوقا 24: 21: "مګر موږ هیله درلوده چې دا هغه څوک و چې باید اسراییل وژغوري").

پولس په 3، 5 او 8 فصلونو کې د مسیح مرګ ته اشاره کوي، خو تر هغې مخکې د خدای په انجیل کې، هغه سمدلاسه د خوښۍ او بریا ټکي ته مخه کوي.  پولس په ځلورم آیت کې وايي چې مسیح درې ورځې وروسته له مړینې څخه راپورته شوی او دا د خدای د کلام د مسیح قیام ته اشاره ده.  پولس د دې را پورته کېدنې په اړه دوه ټکي راسپړي:

1) له مړینې څخه را پورته کېدل د "روح القدس" په مرسته و.

دا جمله څه معنا لرلی شي؟  د پوښتنې د جواب په اړه به لږ تر لږه دوه شیان ذکر کړم.

الف  د خدای پاک روح عیسی له مړینې څخه راپورته کړ.

زه د رومیان په 8: 11 څخه د پولس د خولې خبره را اخلم: "او د خدای هغه روح چې عیسی یې له مړو څخه راپورته کړ په تاسو کې اوسیږي، هغه څوک چې مسیح یې له مړو څخه راپورته کړ هغه به ستاسو فاني بدنونه هم د هغه روح په واسطه ژوندي کړي چې په تاسو کې اوسیږي."  دا آیت موږ ته تعلیم را کوي چې موږ به هم د خدای د روح لخوا راژوندي کیږو، یعنی هغه روح چې په موږ کې اوسیږي یوه ورځ به موږ هم د مسیح په څېر بیا را ژوندی کړي، نو پایله دا شوه چې روح القدس له مړینې څخه د عیسی په را پورته کولو کې ښکېل و.

ب.  پولس ولې غیر معمولي اصطلاح "د روح القدس" کاروي (دا اصطلاح په نوي تړون کې بل چیرې نه موندل کیږي)؟

زما په اند د مړو سره اړیکه یو بد دود و.  کله چې پاچا ساؤل غوښتل د مړو سره اړیکه ونیسي، هغه د "ایندور" په سیمه کې یوې جادوگرې ته لاړ (لومړی سمویل 28: 7) وروسته بیا جادوګري یو غیرقانوني مسلک وګڼل شو.  په اسرایل کې د روحونو ، جادوګرۍ او جادوګرانو څخه کرکه کیده.  کله چې خلک مړه شي، نور بیا څوک د مړو سره هیڅ تړاو نلرئ او تاسو ورسره هم اړیکه نه شئ لرلای.  مومنان د روحونو د رابللو په غونډو کې د ګډون اجازه نلري.  د مړو سره اړیکه ښکلې، پاکه او سپیڅلې نه ده، په حقیقت کې داسې اړیکه د جادو یوه بڼه ده.  نو د هغه مړي په اړه خبرې کول چې له مړینې څخه راپورته شوی وي د ډیرو خلکو غوږونو ته د سحر او جادو په څیر په بشپړ ډول ناخوښه، غیر معمولي، شرمناکه او ناپاکه کړنه شمېرل شوې ده.

له همدې امله، پولس ټینګار کوي: مسیح د سپیڅلي روح په وسیله له مړینې څخه راپورته شو، یعني هغه د تیاره روح یا بد روح یا ناپاک روح په وسیله راپورته نشو. د خدای روح، چې ترټولو مقدس دی، مسیح یې له مړینې څخه راپورته کړ.  هغه روح د عیسی په قیام کې ناپاک شوی نه و.  د عیسی قیام یو مقدس عمل و.  د عیسی قیام سمه کړنه، ښه ځانګړنه، خالصه ژغورنه او ښکلی صفت و چې د خدای د جلال، عزت او وقار لامل شو.

2) لدې قیام سره، "د خدای زوی د خپل قدرت لپاره پیژندل شوی"

  خبره دا نه ده چې مسیح له قیام مخکې د خدای زوی نه و، بلکې خبره دا ده چې په قیام کې مسیح د خدای له زوی څخه په ټیټ ترتیب او له انساني کمزوریو او محدودیتونو څخه په قوت سره د خدای زوی ته بدل شو. چې دا ډېره مهمه خبره ده.

د عیسی موخه هم همدا وه، هغه د خپل قیام نه وروسته وویل: "په آسمان او ځمکه کې ټول واک ما ته راکړل شوی دی" (متی 28: 18).  دا هغه څه دي چې پولس هم په خپل لیک لومړی کورنتیانو 15: 25-26 کې بیان کړي دي کله چې هغه د بیا ژوندي شوي مسیح په اړه خبرې کوي، نو هغه وایی: "تر هغې چې هغه خپل ټول دښمنان تر پښو لاندې نه کړي، هغه باید پاچاهي وکړي. د هغه وروستی دښمن چې له منځه وړل کیږي مرګ دی" په بل عبارت، عیسی مسیح ژمنه شوی پاچا دی.  هغه اوس پر نړۍ واکمني کوي.  هغه خپل ټول دښمنان تر پښو لاندې کړل.  هغه ورځ به راشي چې هغه به د خپل سلطنت څخه چې اوس د لیدلو وړ نه دی په خپله به ښکاره شي او هغه به جلال ومومي. په ځمکه کې به خپل سلطنت په ښکاره او عالي توګه تاسیس کړي.  دا هغه څه دي چې د پولس د "د خدای زوی په قوت کې" جمله یې معنا ورکوي.  هغه اوس د هغه د روح او کلیسا له لارې حکومت کوي، هغه به خپلې موخې ترلاسه کړي او هغه ورځ به راشي چې مسیح به خپل ټول دښمنان مات کړي او هر یو به ورته زنګون په سجده شي او اعتراف به وکړي چې هغه څښتن دی، د پلار خدای د جلال لپاره (فیلیپیان 2: 11).

او دا به د خدای د انجیل پای وي، موږ به د دې پای په ځواب کې وایو: "آمین ، راځه ژغورنکی څښتن عیسی"

 
bottom of page