
ایا کولای شئ سپېڅلی کتاب په دریو کلیمو کې تشریح کړئ؟
تاسو کولای شئ په دریو کلیمو کې یو غیر مسیحي ته سپیڅلی کتاب تشریح کړئ؟ دا غوښتنه د کوم له لوري څو اوونۍ د مخه په ټولنیزو رسنیو کې پوسټ کړی شوې وه. ما د دې پوسټ په لوستلو له ځانه سره وویل: "هیڅوک نشي کولی چې سپېڅلی کتاب یوازې په دریو کلیمو کې تشریح کړي، ځکه چې سپېڅلی کتاب د ۶۶ کتابونو ټولګه ده" خو دې پوسټ زما په ذهن کې غزونې وکړې او زه یې پدې باب فکر کولو ته و هڅولم، ما چې پدې اړه هرڅومره فکر وکړ، هومره مې ذهن بدل شو او په پایله کې دې نتیجې ته ورسېدم چې زه باید د دې غوښتنې په باب ځینې خواره واره الفاظ د درېو کلیمو په منځپانګه کې سره و پییم.
زه فکر کوم چې د سپېڅلي کتاب تشریح کول په درې ټکو کې که څه هم خورا ګران کار دی، یعني سمندر په کوزه کې ځایول دي، خو لدې سره ـ سره بیا مې هم هڅه وکړه چې دا کلیمې باید بیان کړم او په پایله کې هغه درې کلیمې عبارت له: "څښتن، عیسی او مسیح" څخه دي.
۱ ـ څښتن یعني خدای
د څښتن کلیمه د څښتن، څښتن یعني خدای ته اشاره کوي. خدای د یو خپلواک پاچا او مینه ناک پلار په توګه خبرې کوي. خدای د کایناتو د خالق په توګه د سپېڅلی کتاب موږ ته را پېژني او په سپېڅلي کتاب کې هغه د کایناتو د خالق په توګه بحث کوي، یعني هغه زموږ خالق دی او موږ د هغه مخلوقات یو. همدا رنګه په سپېڅلي کتاب کې پدې اړه هم بحث شوی دی چې خدای زموږ د خالق په توګه، موږ ته د هغه په سلطنت کې څنګه برخه را کوي او موږ ته یې څوک د دې موخې لپاره نازل کړی دی. یعني هغه هر څه د عیسی مسیح په وسیله او د هغه لپاره پیدا کړل (کولسیانو 1:16؛ یوحنا 1:1-5).
د ویلو ده چې پدې بحث کې زموږ د بدن بیروني او دروني بُت پرستۍ چې زموږ انساني ستونزه ده هم شامله ده. موږ د یو ضعیف مخلوق په توګه تل د خپل تصور خدایان، فرعونیان او قیصران د خپل خدای په نسبت غوره کړي او ډېری وخت مو انګېرلې چې دوی به زموږ لپاره حتی له خدایه هم غوره وي، پداسې حال کې چې زموږ د ژوند یوازینۍ سرچینه خدای دی او موږ پدې بې اساسه باورونو له هغه څخه ځان جلا کوو.
۲ ـ عیسی
دویمه کلیمه چې موږ سپېڅلی کتاب په هغې کې تشریح کوو، هغه کلیمه "عیسي" ده، د دې کلیمې نوم او معنا بحث ته اړتیا لري او په سپېڅلي کتاب کې د دې د معنی په اړه بحث شوی دی: «د هغې به زوی وشي او ته ورباندې عیسی* نوم کېږده، ځکه چې هغه به خپل قوم د ګناهونو څخه وژغوري» (متی 1: 21) دا څوک وايي؟ دا د کایناتو خالق، د اسراییلو خدای وايي. هغه له چا سره خبرې کوي؟ هغه له یوسف سره خبرې کوي، هغه یوسف چې د ابراهیم له اولادې او د داود له کورنۍ څخه دی. دا د روح القدس له لارې د خدای پلار خدای لخوا د نجات ورکوونکي د لیږلو زیری دی چې یوسف ته یې ورکوي او د هغه له لېږلو وروسته د نوي تړون تاریخي څپرکی پرانیزي او له زاړه هغه سره یې نښلوي. دلته د اسراییلو کیسه په دې سړي کې خلاصه شوې چې هغه یې د ابراهیم او داود زوی یاد کړی دی.
د سپېڅلي کتاب په منځپانګه کې د عیسی لفظ د "نجات" او "ګناهونو" په تعریفولو باندې ټینګار کوي. پدې معنا، موږ ولې نجات ته اړتیا لرو؟ په موږ څه وشول؟ دا څه معنا لري چې موږ د خدای په وړاندې ګناهګار وو؟ یعني چې موږ د ګناه په وړاندې د خدای له غضب څخه یو حقیقت ترلاسه کوو او له بلې خوا د نجات په چمتو کولو کې د خدای مینه چې په صلیب د مسیح په ځړولو کې موږ له نجات او کناه دواړو سره سره مخ کېږو، خو په ایمان راوړلو سره له ګناه خلاصون مومو (رومیان 1-3) ګناه هغه لعنت وچ چې له امله یې موږ ذلیل او لاندې و، خو عیسی زموږ پر ځای هغه لعنت وزغامه، قرباني یې ورکړه او زموږ پر ځای یې، زموږ لپاره ځان ذلیل کړ. (ګلاتیان 2).
د عیسی د نوم معنا هم "د هغه خلک، یا د هغه قوم" بیانوي چې د سپېڅلي کتاب منځپانګه یې داسې تشریح کوي، عیسی کلیمه یعني عیسی هغه جسم دی چې نړۍ سره یوځای کوي او د انسان په بڼه (غوښه) تجسم مومي، هغه له موږ سره زموږ په انساني بڼه یوځای شو او په بشپړ ډول له ګناه پرته زموږ څخه یو انسان شو، یعني چې د انسان هیکل یې ځان ته غوره کړ، درد یې وزغامه، په صلیب مړ شو او له مړینې درې ورځې وروسته ژوندی شو؛ نو له همدې امله هغه کولای شي په آسماني معبد کې زموږ کاهن شي. هغه به د خپلې وینې د قربانۍ له امله، د خپل عبادت او خپل هغه ژوند له امله چې زموږ لپاره یې قربان کړ، زموږ د خلاصون تضمین و اوسي. د هغه د قرباني له امله د خدای او انسان تر منځ ویجاړه شوې اړیکه بېرته و رغول شوه؛ نو ځکه خو خدای بار ـ بار وايي: "تاسو به زما خلک یاست او زه به ستاسو خدای یم."
«ځکه چې د خدای ټولې وعدې په مسیح کې «هو» دي. له همدې امله مونږ د هغه په وسیله د خدای د جلال دپاره هغه ته امین وای» (دویم قرنتیان ۱: ۲۰) عیسی له ابراهیم سره د خدای د ژمنو وارث دی او که موږ په هغه کې و اوسو، نو دا ژمنې به په بشپړه توګه زموږ وي. ( ګلتیانو 3: 29). له موږ څخه ډیری د خدای ژمنو ته اجنبی وو ، مګر اوس موږ په صلیب باندې د هغه د وینې له لارې خدای ته نږدې شوي یو (افسیان 2: 13). اوس موږ ټول په عیسی کې اجنبی او اجنبیان نه یو، مګر موږ د مقدسانو ملګري او د خدای د کورنۍ غړي یو (افسیان 2: 19).
موږ نشو کولی د هغه نوم "عیسی" په اړه خبرې وکړو پرته له دې چې د عیسی کلیسا خبرې وکړي، ځکه چې هغه د روح لخوا د سر په توګه د دې بدن سره یوځای شوی. موږ د یو ملت په توګه ژغورل شوي یو
۳ ـ مسیح
وروستۍ کلیمه "مسیح" ده، زه باید ووایم چې دا د عیسی وروستی نوم نه دی، بلکې دا د هغه یو لقب دی چې معنا یې "مسح شوی" دی. په څه شي مسح شوی؟ د خدای روح د چا لخوا مسح شوی؟ د خدای پلار زوی د څه لپاره مسح شوی؟ د خدای سلطنت ته عیسی یو صادق او ژمن مامور دی، هغه د ادم او حوا له سقوط وروسته ماموریت لري چې د انسان او خدای تر منځ سقوط شوې اړیکه و رغوي؛ نو هغه د خدای د پادشاهۍ ښکارندوی او د اوسني حقیقت بېلګه ده. هغه د خدای د ارادې راتلونکی امید دی چې په ځمکه کې به پوره کیږي لکه څنګه چې په آسمان کې پوره شوی دی. د خدای سلطنت، له مرګ څخه د عیسی په بیا راژوندي کیدو کې څرګند شو، ځکه چې د یوې لویې کورنۍ لومړی زیږیدلی د مرګ او دوزخ څخه ژغورل شوی (رومیانو 8: 29). د "مسیح" په کلیمه کې موږ خپل تیر ته ګورو، ځکه چې د اسراییلو ملت ته د نجات ژمنه ورکړل شوې وه او موږ هم له عیسی سره د ګډ وراتت له امله خپل راتلونکي ته سترګې په لار یو چې په ټوله نړۍ واکمن دی. په دې توګه، عیسی مسیح د نړۍ لپاره د خدای ټولې موخې په یو ځای کې راټولوي (افسیان 10: 1-11) او د کائناتو بشپړ ماموریت د خپل پلار لاسونو ته سپاري ترڅو خدای په ټولو کې وي ( لومړی کورنتیانو 15: 28).
کله چې موږ په خپله شاوخوا کې د زوال پاتې شوني وینو، موږ ژړا او احتجاج کوو، خو موږ سمدلاسه په خوښۍ سره خپل احساسات لمانځو ځکه چې روح القدس موږ ته د خوښۍ شکل راکوي او پدې ترتیب موږ په کلیسا کې یوځای دا احساسات لمانځو. کلیسا هغه ځای دی چې راتلونکی سلطنت به پکې ښکاره شي. موږ یو بل سره مینه کوو، یو بل ته بخښنه کوو او یو بل ته خدمت کوو ـ او د راتلونکي سلطنت د سفیرانو په توګه نړۍ ته په ماموریت کې ژوند کوو.
البته د ویلو لپاره ډیرې خبرې شته او له همدې امله موږ د خدای لخوا الهام شوي د مقدس کتاب 66 کتابونو ته اړتیا لرو، تر څو د مسیح روح تر لاسه کړو. د هغه روح موږ ته را زده کوي څنګه له هغه څخه څه واورو، کله چې موږ سپېڅلی کتاب لولو، نو بیا موږ د فکر کولو پر مهال ډیرو کلمو ته اړتیا لرو او خدای موږ ته ډیر کتابونه راکړي دي چې ترې ګټه واخلو. زما په نظر، موږ کولی شو خپلې خبرې په دریو ټکو سره پیل کړو: "څښتن، عیسی او مسیح". او که موږ دا کار وکړو، شاید دا به موږ ټولو ته درس راکړي چې خدای ته په ګونډو شو او اعتراف وکړو: "عیسي مسیح مالک دی، د خدای پلار جلال لپاره" (فیلیپیانو 2:11).
