
ایا عیسی خدا دی؟
جاستین تیلور - Justin Taylor
ښه مې یادیږي په یوه کنفرانس کې وم، او کله چې ما له خپلو څو ملګرو سره چې په یو هوټل کې یې اعلانونه خپرول خبرې کولې، یو مسلمان سړی موږ ته را نږدې شو او له موږ څخه یې غوښتنه یې وکړه چې یوازې یو تن به د هغه یوې پوښتنې ته چې تر اوسه یې چا ځواب نه وو ویلی، ځواب ورکړي. هغه خپله پوښتنه داسې پیل کړه: «تاسو وایاست چې عیسی خدای دی، سمه ده؟» ما تایید کړه چې هو، هغه دوام وکړ. «تاسو وایاست چې خدای په ملکوت کې دی، سمه ده؟» ما د تایید په نښه سر وخوځاوه، هغه خپل پوښتنه وغځوله او زیاته یې کړه. «او تاسو وایاست چې یوازې یو خدای دی، نه دوه خدایان؟» زه موسکی شوم او پوه شوم چې د هغه مطلب چیرې دی او څه غواړي. هغه په داسې حال کې چې ما ته یې په ګوته اشاره وکړه، وویل: «نو خدای څنګه له خدای سره خبرې کوي؟! دا هېڅ منطقي نه ده.»
ما ترې وپوښتل چې ایا زه هم پوښتنه کولی شم؟ هغه وویل البته چې، ما خپله پوښتنه داسې پیل کړه: «ایا ته یو انسان یې؟» هغه ځواب راکړ چې هو ما وویل. «او ایا زه هم یو انسان یم؟» هغه خپل سر وخوځاوه. ما دوام ورکړ: «موږ دواړه انسانان یو. خو یو شخص نه یو. نو پلار او زوی په خپل الهي ذات کې شریک دي، خو په شخص کې جلا دي.» هغه له بحث څخه لاس واخیست او ولاړ.
که څه هم زما ځواب ممکن هغه ته هېڅکله پوره نه و او دا مقایسه به ممکن ډېره کمزورې وه (لکه څنګه چې یې باب لتهم په خپل کتاب تثلیث مقدس کې تشریح کوي)، خو لږ تر لږه دا یوه هڅه وه چې د ذات او شخص ترمنځ د توپیر په اړه د خبرو دروازه پرانیزي (چې ما یې دلته لنډیز بیان کړی دی.)
نو ایا واقعاً نوی تړون د دې تعلیم ورکوي چې عیسی خدای دی؟ نوی تړون اکثره د "خدای" کلیمه چې په یوناني کې( تئوس) د "پلار خدای" مترادف دی کارول شوې ده او دا خو ټولو ته معلومه ده چې عیسی پلار نه دی. خو نوی تړون اکثره "خدای" د یوې عمومي اصطلاح په توګه د الهي ذات لپاره کاروي. نو د خدای اصطلاخ همیشه او په ځانګړي ډول "زوی" ته اشاره نه کوي، خو "زوی" همیشه خدای دی.
په سپیڅلي کتاب، په ځانګړي توګه نوي تړون کې داسې ډېرې بېلګې شته چې عیسی پکې په ښکاره ډول خدای نومول شوی. دلته یې یو څو واضح مثالونه بیانوو:
یوحنا ۱۸:۱: «هېچا هېڅکله خدای نه دی لیدلی، خو د خدای یوازېنی زوی چې پلار ته تر ټولو نژدې دی، خلکو ته وښودل چې خدای څوک دی»
یوحنا ۲۸:۲۰: «توما وویل: ای زما استاذه او زما خدایه عیسی هغه ته وویل: پدې خاطر چې زه دې ولیدم نو ایمان دې راوړ؟ بختور دي هغه خلک چې زه یې نه یم لیدلی او ایمان راوړي»
رومیان ۵:۹: «زمونږ نیکونه یعنې ابراهیم، اسحاق او یعقوب هم د هغوی سره تړاو لري او مسیح په انساني لحاظ د هغوی د نسل څخه دی. خدای چې په ټولو باندې حکومت کوي، هغه ته دې تل ترتله ثنا وي. امین»
تیطس ۱۳:۲: «نو مونږ د برکت نه ډکه هیله یعنې د خپل لوی خدای او خلاصوونکي عیسی مسیح د بېرته راتللو په انتظار یو»
عبرانیان ۸:۱: «خو د خپل زوی په هکله وایي:
ای خدایه! تل ترتله به وي ستا د پاچاهۍ تخت
او کړې به حکومت په خپلو خلکو باندې
د انصاف له مخې»
دوهم پطرس ۱:۱: «دا لیک د شمعون پطروس له خوا چې د عیسی مسیح خدمتګار او رسول دی، هغو خلکو ته چې زمونږ د خدای او خلاصوونکي عیسی مسیح د عدالت په وسیله یې زمونږ په شان قیمتي ایمان تر لاسه کړی دی»
خو د عیسی د الوهیت شواهد یوازې دا ښکاره آیتونه نه دي، بلکې نور دلایل هم شته. موري هریس، په خپل کتاب عیسی د خدای په توګه کې، د نوي تړون په رڼا کې د "تئوس" کلیمې کارولو ته اشاره کوي، او د هغې لنډیز بیانوي:
که چیرې لومړنۍ کلیسا عیسی ته د "خدای" لقب هم نه وای ورکړی، نو بیا به هم د هغه الوهیت څرګند وای. موږ ځینې هغه دلایل چې د عیسی الوهیت ثابتوي په لنډ ډول بیانوو:
د انسانانو او فرښتو د عبادت موخه؛
د خاصو الهي دندو ترسره کول، لکه د خلقت عامل کېدل، د ګناهونو بخښل او د نهایي فیصلې اجرا کول؛
د استغاثې په دعا کې هغه ته د خدای خطاب کول؛
ټول الهي صفات لرل؛
د یهوه نومونه چې په زاړه تړون کې ذکر شوي؛
د الهی برکتونو شریکول
پدې خبره ایمان لرل چې عیسی خدای دی، یوازې د څو خاصو آیتونو پر بنسټ نده ثابته، بلکې د نوي تړون ټولیزه روحیه د دې ادعا شاهدي ورکوي چې د شخصي تجربو له لارې ثابته شوې هم ده.
د تیطس ۱۳:۲ او د موري جی هریس کتاب د مسیح د الوهیت د شواهدو تفصیل ورکوي. دا کتاب یوازې د نوي تړون په اړه نه، بلکې د زاړه تړون، د کلیسا د تاریخ، د معاصر کلتور او نورو مختلفو خدماتو په اړه بحث کوي.
د دې موضوع د لا ښه درکولو لپاره د رابرت باومن او اد کوموزفسکي کتابونه هم د لوستلو وړ دي، پدې کتابونو کې د عیسی ځای ټاکل، د مسیح د الوهیت او ځینې نور موضوعات د برهان په توګه لوستلی شو.
پدې کتابونو کې د عیسی د الوهیت د یادولو لپاره د H.A.N.D.S مخفف کارېدلی دی چې تفصیل یې د هر توري په لاندې ډول دی:
H (Honor): عیسی هغه درناوی لري چې یوازې خدای ته ښايي.
A (Attributes): عیسی هغه صفات لري چې یوازې خدای یې لري.
N (Names): عیسی ته هغه نومونه ورکړل شوي چې یوازې خدای ته منسوب دي.
D (Deeds): عیسی هغه عملونه کوي چې یوازې خدای یې کولی شي.
S (Seat): عیسی د خدای د تخت مقام لري.
په پای کې د یارسلاو پلیکان د یو لنډ بیان یادونه اړینه ده:
د لومړنۍ کلیسا تر ټولو پخوانۍ موعظه چې تر نوي تړون وروسته لرغونې پاتې ده، پدې کلمو پیل شوې ده:
«ورونو، موږ باید عیسی د مړو او ژوندویو دخدای او قاضي په توګه وپیژنو. موږ باید خپل نجات کوچنی ونه ګڼو، ځکه که موږ هغه له اصلي حقیقت نه ټیټ وښیو، نو باید د لږ برکت تمه هم ولرو.»
پدې اړه تر ټولو زوړ ثبت شوی راپور وایي: «زموږ لپاره ناشوني ده چې مسیح رد کړو... یا د بل چا عبادت وکړو ځکه موږ هغه ستایو چې د خدای زوی دی... خو د شهیدانو درناوی کوو.»
د مسیحیانو تر ټولو زړه عبادتي دعا، عیسی ته خطاب کوي: «زموږ خدایه، راشه!»
په واضح ډول، دا دعا هغه پیغام و چې کلیسا پرې باور درلود او تعلیم یې ورکاوه چې "خدی" د عیسی لپاره یو شایسته او مناسب نوم
