top of page

آیا خدای زموږ ګناه هېروي؟

 TGC Farsi

 

که چرته ممکن وای چې خپلې تېروتنې مو د کوم چا له حافظې څخه پاکې کړئ، څه به مو کول؟ تاسې څه فکر کوئ چې ستاسې ستوغه خبره او له امله یې  د مقابل لوري په سترګو کې را پیدا شوې مایوسي او له شرمه ډکه کمزوري ـ او هغه دردوونکي دروغ چې تاسې ورته ویلي و، دا ټول به د هغه له حافظې یو دم و اوځي؟ هیڅکله نه؛ ستاسې د تېروتنو له امله د هغه په درون کې را پنځېدلی پټ او دوامداره درد د محسوسېدو وړ دی او ممکن تاسې یې هم درک کړئ چې هغه به د غچ اخیستو لپاره فرصت ته په تمه وي؛ خو دا پدې معنا نده چې ستونزې دې حل نشي، یعنې د ستونزو حلولو لپاره یو فرصت باید تر لاسه شي، تر څو مو تېروتنې اصلاح او د هغې له امله را پنځېدلي زیانونه سم کړئ.

ممکن ونشو کولای خپلې تېروتنې د تل لپاره د کوم چا له ذهنه وباسو، خو د ماشومتوب پر مهال مې باور لارۀ چې پدې لنډ عبارت «بښنه غواړم» سره خپله ګناه د تل لپاره د خدای له ذهنه ایستی شو. زما د اوسنۍ پوهې له مخې، زما هغه باور ناسم و. خو دا هم د ویلو ده چې د سپېڅلي کتاب ځینې آیاتونه د همدې معنا تصور بیانوي، لکه: «آو، زۀ هم هغه خُدائ پاک يم چې د خپل ځان په خاطر ستاسو په جرمونو پرده اچوم او ستاسو ګناهونه د خپل ذهن نه وباسم» (یشعیا ۴۳: ۲۵) یا «نو زه به د هغوی بدۍ او خطاګانې وبخښم او نور به د هغوی ګناهونه نه یادوم» (عبرانیان ۸: ۱۲)

را لوی شوم او دا مې درک کړه چې خدای په ټولو پټو او ښکاره رازونه پوهه لري، خو پدې درک سربېره بیا هم دا پوښتنه را سره وه چې دا نو څنګه ممکنه ده چې خدای دې په هر څه پوه وي؟ په لومړی یوحنا درېیم فصل شلم آیت کې لولو: «که چېرې زمونږ وجدان مونږ ملامتوي، نو مونږ ډاډه یو چې خدای زمونږ د وجدان نه ډېر لوی دی او د هرڅه نه خبر دی» همدارنګه په عبرانیان ۴: ۱۳ کې راغلي دي: «په ټولو مخلوقاتو کې هېڅ شی د خدای د نظر څخه پټ نه دی. ټول شیان د هغه د سترګو په وړاندې لوڅ او ښکاره پراته دي او مونږ ټول باید هغه ته حساب ورکړو» داسې خدای چې په هر څه یعني په تېر، حال او راتلونکي باندې پوهېږي، د هغه لپاره څنګه ممکنه ده چې زما تېر ژوند او ګناه ونشي پېژندلای؟ که خدای هېر کړي وي، ما خو ندي کړي. آیا داسې کیدای شي چې زه دې یو څه په یاد ولرم او خدای یې ونه لري؟

راځئ د دې پوښتنې ځواب په یوې بلې مهمه پوښتنه کې وپلټو او هغه دا چې خدای څنګه دی؟ آیا هېرول د هغه له شخصیت سره سمون لري؟ یعني د هغه پوهه بدلون منونکې ده؟ د دې پوښتنې ځواب په سپېڅلي کتاب کې پلټو. سپېڅلی کتاب چې د هغه کلام دی، موږ ته بیانوي چې خدای نه بدلېدونکی شخصیت دی، نو له همدې امله هغه نوې پوهه نه ترلاسه کوي او نه یې هم له لاسه ورکوي، یعني د هغه پوهه کامله ده. همدارنګه خدای عادل دی او د هغه عدالت دا دی چې هیڅ ګناه باید له سزا پرته پاته نشي.

که دا ټولې خبرې رښتیا وي، نو څنګه کېدای شي چې خدای یوه شېبه زموږ له ګناه خبر وي او بله لحظه یې هېره کړي؟ یو عادل خدای څنګه کولای شي د انسانانو په شرارتونو سترګې پټې کړي؟ په پورته کرښو کې د کلام له بیان شویو آیاتونو چې وایي، «خدای زموږ ګناه نه یادوي» ظاهراً داسې ښکاري چې پورتني ایاتونه د هغه له عدالت او مطلقې پوهې سره ټکر لري؛ خو دا هم ستر حقیقت دی چې د هغه ټول کلام رښتیا دی او خدای هېڅکله له خپل ځان سره په تضاد کې نه واقع کېږي. چې داسې ده نو بیا دلته څه خبره ده؟ او دا متفاوتې پوښتنې څه معنا لري؟ راځئ د دې پوښتنو د ځواب لپاره لاندې کرښو ته تم شو.

خدای هر څه په یاد لري

په سپېڅلي کتاب کې تر ډېره پدې خبرې شوي چې خدای زموږ ګناه «یادوي» یا یې «نه یادوي» خو د یادولو یا نه یادلو معنا دا نده چې ګواکې خدای دې له چا سره کړې ژمنه له یاده وباسي او یا دې هم کومه واقعه هېره کړي، لکه څنګه چې یې انسانان هېروي، مثلاً؛ موږ د یو را استول شوي لیک منځپانګه هېروو، یا له معالج ډاکتر سره د کتنې تنظیم شوی وخت له یاده وباسو... په سپېڅلي کتاب کې د «یادوي» کلمې معنا چې د عبري ژبې له «زاکار» کلمې سره معادل ده، د دې کلمې معنا غبرګون ښودل او یا هم ځواب ورکول دي. یعني د عبري ژبې زاکار (ZAKAR) کلمه پدې معنا نده چې د خدای له ذهنه دې کوم شی هېر شي او بیرته دې له فکر کولو وروسته یا هم یو ناڅاپه ور یاد شي، بلکې د «زاکار» کلمې معنا دا ده چې خدای پخپله خوښه کوم شی په یاد وساتي، په اړه یې غبرګون وښیي او یا هم عمل وکړي.

کله چې خدای خلک، نقشې او ژمنې یې را یادوي، نو د خپلې وفادارۍ او رښتینولۍ له مخې عمل کوي. مثلاً؛ خدای له نوح سره د هغه د کورنۍ د ساتلو ژمنه کړې وه، هغه مهال یې را یاد کړ چې د ژمنې د پوره کېدو لپاره یې اړتیا وه او خپله ژمنه یې پوره کړه. (پیدایښت ۸: ۱) له راحیل سره یې ژمنه کړې وه چې اولاد به ورکوي، د بې‌اولادۍ په حالت کې یې را یاده کړه او د ټاکلې ژمنې له مخې یې زوی ورکړ، تر څو د ابراهیم له نسله یو ستر قوم جوړ شي. (پیدایښت ۳۰: ۲۲) د خدای قوم تل له هغه غواړي چې د خپلې تل پاته مینې له مخې، دوی یاد کړي.

که خدای زموږ ګناه نه یادوي، د دې معنا دا نده چې خدای هغه هېره کړي، بلکې معنا به یې دا وي چې هغه له موږ سره زموږ د ګناه پر بنسټ عمل نه کوي. کله چې خدای موږ وبښي، نو بیا زموږ ګناه هم نه یادوي، ځکه چې د ګناه له یادولو سره سزا لازمېږي، خو هغه موږ ته سزا نه را کوي او نه مو ملامتوي. هغه زموږ د ګناه له امله سر هم نه خوځوي او نه هم له ځان سره ورو ورو دا زمزمه کوي چې شرم وکړئ. برعکس، خدای له موږ څخه زموږ ګناه داسې لرې کوي، لکه څنګه چې ختیځ له لویدیځه لیرې دی. (زبور ۱۰۳: ۱۲) دا چې د خدای کلام فرمایي «او نور به د هغوی ګناهونه نه یادوم» (عبرانیان ۸: ۱۲) دا جمله پدې معنا نده چې خدای به زموږ ګناه بیخي له ذهنه وباسي، بلکې د دې جملې معنا دا ده چې هغه زموږ ګناه، زموږ پر وړاندې نه کاروي، یعني هغه له موږ سره داسې چلند کوي لکه موږ چې هیڅ ګناه نه وي کړې.

خدای هم عادل دی او هم مهربان

د خدای مطلقه پوهه، تل پاته او پخپل ځای ده. خدای پوهېږي چې موږ ګناه کوو، خو موږ ته یې نه یادوي. خدای زموږ ګناه ویني، خو ګیله ترې را ته نه کوي. د هغه رحم او مهرباني دومره ډېره ده چې خپل سرغړونکي زامن هم بښي.

تاسې د خدای د سپېڅلتیا په اړه څه فکر کوئ؟ آیا خدای به د خپل رحم له امله عدالت پرېږدي؟ آیا خدای به د سرکښه انسانانو په شرارتونو سترګې پټوي او له سزاګانو به یې تېریږي؟ هېڅکله نه؛ راځئ د خدای سپېڅلي کتاب ته سر ورښکاره کړو او وګورو چې خدای پاک په (هجرت ۶:۳۴-۷) کې څنګه د خپل ځان په اړه خبرې کوي: «زه څښتن یعنې څښتن خدای یم، زه خواخوږی او مهربانه خدای یم. په اسانۍ سره نه په قهرېږم او ډېره مینه او وفاداري کوم. د زرګونو خلکو سره دوامداره مینه کوم او زه بدي، سرغړونه او ګناه بخښم. خو ګناهکاران هیڅکله بې سزا نه پرېږدم او د پلرونو د ګناه سزا به د هغوی اولادونو او لمسیو ته تر دریم او څلورم نسله پورې ورکړم» یعني خدای ګناه بښي، خو ګناهکار له پامه نه غورځوي. هغه له موږ سره زموږ د ګناه له مخې چلند نه کوي، خو دا هم د ویلو ده چې ګناهګار ته سزا ورکوي. دا اوس څنګه ممکنه ده چې ګناه بښي، خو ګناهګار بې سزا نه پرېږدي؟ د دې پوښتنې ځواب د عیسی مسیح په صلیب کې دی.

عیسی مسیح د خدای یوازنی زوی دی چې د انسان په بڼه بې‌ له ګناه پرته ژوند وکړ. عیسی مسیح د خدای هغه غضب په ځان ومانه چې موږ یې وړ وو. هغه زموږ د ګناه له امله ومړ، خو د مرګ پر وړاندې یې بریا خپله کړه او درې ورځې ورسته له مړینې څخه را پورته شو. که موږ په عیسی مسیح باور ولرو چې هغه به مو له داورۍ څخه ژغوري، نو زموږ دا باور به هغه زموږ استازی کړي. بیا به خدای له موږ سره زموږ د ګناه په اساس چلند نه کوي، بلکې د مسیح د کامل والي له مخې به. د مسیح عدالت زموږ ملکیت وشمېرل شي.

هو؛ خدای هرې ګناه ته سزا ورکوي، خو که موږ په مسیح کې و اوسو، نو د خدای هغه غضب چې موږ یې وړ یوو، زموږ پر ځای په مسیح راځي. صلیب په حیرانوونکي ډول د خدای د صفاتو مظهر دی چې لدې پرته ناممکنه وه چې د هغه نه ختمېدونکی عدالت او بې‌سارې رحم دې موږ وژغوري. دا باید درک کړو چې د هغه غضب څومره حیرانوونکی دی او مینه یې څومره له تصوره پورته ده!

ستره هیله

موږ د هغه خدای خدمت نه کوو چې حافظه یې د انسان په اعتراف پاکېږي، بلکې موږ د داسې خدای خدمت کوو چې زموږ د زړونو په تیاره ګوټونو کې پټه ګناه لکه د لمر په څېر ویني، خو هغه بیا هم زموږ د غوره کولو پریکړه کوي او خپل رحمت موږ ته په مسیح کې راکوي. موږ د هغه خدای خدمت کوو چې په بشپړ ډول مو پېژني او د مرګ تر درشله را سره ژوره مینه کوي.

 

د خپل خدای په باب زموږ ستره هیله دا ده چې هغه زموږ ګناه نه هېروي، بلکې بښي یې.

bottom of page