
انجیل څه شی دی؟
جاستین ټیلور - Justin Taylor
د «دان کارسون» ځینې مهم او د پام وړ یادښتونه چې د خپلې لومړنۍ وینا پر مهال یې ذکر کړي واو په کانون انجیل مرکز کې کې خوندي دي. هغه د متن منځپانګه د لومړی قرنتیان ۱۵:۱-۱۹ په څېر چمتو کړې یعني د لومړي قرنتیان له همدې منځپانګې څخه یې استفاده کړې ده. (زه باور لرم چې د دې منځپانګې بشپړه نسخه به وروسته خپره شي، خو دلته یې زه اوس لنډیز بیانوم.)
«نبوت کول له حاشیې څخه آسانه دي؛ پداسې حال کې چې د موضوع له بطن څخه د نبوت تر سره کولو ته اړتیا ده»
اته لنډې او مهمې خبرې
۱- انجیل، مسیح پېژندنه ده.
د انجیل منځپانګه مسیحمحوره ده؛ انجیل نه هم د یو منځ لاري خدای باوري او نه هم د یو بې شخصیته خدایباوري په اډانه خبرې کوي، بلکې د انجیل پیغام د هر فکر او باور لپاره د مسیح په محور را څرخي او دا محور نهبدلېدونکی اصل دی. «که د مسیح تبلیغ ونه شي، د انجیل تبلیغ نهشي کېدای» (اسکات). انجیل نه یوازې د مسیح شخصیت بیانوي، بلکې هغه د هغه مرګ او قیام هم پخپله منځپانګه کې رانغاړي زموږ لپاره. دا بسنه نه کوي چې په کرسمس ټینګار وکړو او له بلې خوا د جمعې صلیب او د قیام اختر کماهمیته وګڼو. عیسی، هماغه مسیح دی چې مړ شو او له مړینې څخه بیرته راپورته شو.
۲- انجیل، خدایپېژندنه ده.
د انجیل پیغام، د زوی مأموریت د پلار د مأموریت پر وړاندې ندی. ځینې د نجات د تاریخ څېړنې ښیي چې د خدای غضب شخصي بڼه نهلري. له هماغه پیل څخه، ګناه د خدای سپکاوی ګڼل شوی ده. موږ چې په هر ډول او بڼه ګناه کوو، زموږ ګناه تل د خدای د خپګان لامل شوې ده. (زبور ۵۱:۴) خدای له خدای سره د شریک جوړولو یعنې د بتپرستۍ له امله زیات عوسه کېږي. بت پرستۍ دې ته وایي چې یو څوک له حقیقي خدای پرته د بل خدای عبادت وکړي.
۳- انجیل، سپېڅلی کتاب دی.
مسیح مړ شو، په قبر کې کېښودل شو او درې ورځې وروسته بیرته له مړینې څخه راپورته شو. "موږ ته د دې خبرې شاهدي سپېڅلی کتاب راکوي" (لوقا ۲۴؛ زبور ۱۶؛ اشعیا ۵۳؛ زبور ۲).
۴- انجیل، رسول دی.
له ۵۰۰ څخه ډېر شاهدان وو، خو رسولان تر ټولو زیات د پام وړ وو.
۵- انجیل، تاریخ دی.
دفنېدل (مرګ) او ظهور (قیام)، د ترتیب له مخې تاریخي معلومات دي. دا دواړه برخې یو له بل سره تړلي دي. د انجیل ټولې ادعاوې له کومې کمي او زیاتي پرته تاریخي دي. په نورو دینونو کې د یوه مشر د حقیقت ثابتولو لپاره، هیڅ ذاتي موضوع ضروري نه ګڼل کېږي، خو په مسیحیت کې د ایمان یوه برخه د ایمان هدف او حقانیت ثابتوي چې هغه د مسیح قیام دی. سپېڅلی کتاب هېڅکله له موږ نه غواړي چې په هغه څه باور ولرو چې حقیقت نهلري.
۶- انجیل، شخص دی.
انجیل یوازې یوه تاریخي پېښه نهده، بلکې انجیل موږ ته د شخصي نجات لاره ښیي.
۷- انجیل، نړۍ ده
مسیح نوی آدم دی (لومړی قرنتیان ۱۵:۲۲، ۴۷-۵۰). د انجیل په منځپانګه کې دومره جوهر شته چې خلک له هر قبیلې، ژبې او ملت څخه ځان ته راکاږي. که څه هم ټول به نجات نهمومي، خو د انجیل سپېڅلی پیغام په پاکوالي او پراخوالي کېنړۍ شموله، پراخ بنسټی او ټول منلی دی چې دا یوه حیرانونکې او جالبه خبره ده.
۸- انجیل، آخرت پېژندنه ده.
ځینې برکتونه چې اوس یې ترلاسه کوو، د آخري وختونو برکتونه دي چې نن موږ ته رسېږي؛ خو وروستی بدلون هم شته چې د انجیل ټولې مېوې به په نوي آسمان او نوې ځمکه کې څرګندې شي.
د توضیح لپاره پنځه مهمې جملې
۱- انجیل معمولاً په تبلیغاتو کې خپرېږي (زه ... تاسو ته تبلیغ کوم). تقریباً په نوي تړون کې تل د "انجیل" او د هغې د "شهادت ورکولو" ترمنځ یو ارتباط شته چې باید اعلان او تشریح شي.
۲- انجیل په یوه ثابت او اصیل ایمان کې د ډېرو میوو ترلاسه کونکی دی (کولسیان ۱ ته مراجعه وکړئ).
۳- انجیل په حقیقت کې د ځان ټیټ ګڼلو او عاجزۍ ښکاره کولو ښکارندوی دی (لومړی قرنتیان ۱۵:۹).
جان نیوتون وايي:
زه هغه نهیم چې غواړم و اوسم.
زه هغه نهیم چې هیله یې لرم و اوسم.
خو د خدای په فضل، زه هغه نهیم چې وم.
کله چې انجیل د کوم چا په ژوند کې په رښتیا هم خپل کار ترسره کړي، د هغه انسان لپاره "مغرور مسیحی" اصطلاح کارول او یا د دې اصطلاح تصور د هغه لپاره به نا ممکن وي.
۴- انجیل په سمه توګه اعلانوي چې د ټولو کلیساوو د اعتراف مرکز دی. (لومړی قرنتیان ۴:۱۷ او ۷:۱۷ ته مراجعه وکړئ) په هره کلیسا شک وکړئ چې د نورو کلیساوو په پرتله د خپل عمل په تفاوت ویاړي.
۵- انجیل په بشپړ ډول د مسیح پاچا له کړاونو ډک او ماتې نه مننونکی سلطنت مخته وړي (فیلیپیان ۲). «ځکه چې مسیح باید تر هغې پورې پاچاهي وکړي، ترڅو خپل ټول دښمنان تر پښو لاندې کړي» (لومړی قرنتیان ۱۵:۲۵). آیت ۵۸: «نو ای ګرانو خویندو او ورونو، ټینګ او ثابت اوسئ. تل د څښتن په کار کې بوخت اوسئ، ځکه تاسو پوهېږئ چې څښتن ته د خدمت په کولو کې ستاسو زحمتونه بې ګټې نه دي»
ارزونه
۱- دا چې انجیل څومره د پوهاوي او درک سبب کېږي، دا خبره حیرانوونکې ده.
۲- که د انجیل موخه یوازې زیاته پوهه وي، دا بیا انجیل نهدی. باب ۱۵ د یو کتاب په پای کې راغلی چې مخکیني فصلونه یې انجیل د مختلفو لارو او شرایطو له مخې ارزوي. د بېلګې په توګه، انجیل یوازې د خدای حکمت نهدی، بلکې د خدای قدرت هم دی، هغه ځای کې چې وینه د قربانۍ په توګه ورکړل شوې، هغه ځای د فتحې او بریا ځای نهدی، بلکې د انجیل له انده فتحه او بریا هلته تر لاسه کېږي چې په اړیکو کې بدلون را شي.
۳- انجیل باید زموږ د ژوند ټولې ساحې بدلې کړي.
