top of page

ورک شوی نبي ـ د یونس پېژندنه

لیکوال: تیم کیلر

ژباړه: بهرام

 

زه هم، لکه د ډېرو هغو کسانو په څېر چې په مذهبي کورنیو کې لوی شوي، د ماشومتوب پر مهال د یونس له کیسې سره آشنا شوی یم. د یو خادم په توګه، کله چې زه سپېڅلی کتاب تدریسوم، نو د دې واړه او لنډ کتاب ژورو رازونه ته حیرانېږم. دا کتاب ځینې داسې مطالب لري چې مفسرین یې حیران او د تفسیر پر مهال یې له ننګونو سره مخ کړي. داسې ښکاري چې دې کتاب ګڼ به ممکن داسې موضوعات هم وي چې تر اوسه به نه وي تفسیر شوي.

آیا دا کتاب به د نژاد یا ملت پالنې په اړه وي؟ ځکه، د کتاب له منځپانګې داسې ښکاري چې یونس د خپل قوم د امنیت په اړه ډېر اندېښمن و، تر دې چې ده د نینوا ښار د روحاني حالت پروا ونه ساتله. آیا دا کتاب د یونس د خدمت په ټول بلنې (فراخوان) ولاړ دی؟ که څه هم چې هغه د خپلې لومړۍ بلنې څخه وتښتېد، خو وروسته پښیمانه شو او بېرته راستون شو. آیا دا کتاب به د ایماندارانو له هغو ننګونو سره تړاو و لري چې باید د خدای اطاعت وکوي او پر هغه باور ولري؟

د دغو ټولو پوښتنو ځواب «هو» دی، سربېره پدې دا پوښتنې باید نورې هم را وسپړل شي او لا واضح کړل شي. د یونس پر کتاب ډېرې څېړنې شوي چې ټولې د دې کیسې ژور مفهوم، د معنا پرتلنه او د انسان د فکر او ژوند لپاره بېلابېلې تطبیقې پایلې څرګندوي. هغه مهال چې زه په خدمت بوخت وم او درې ځله مې د یونس کتاب آیت پر آیت خلکو ته موعظه کړ، نو ما هغه مهال د دې کتاب عملي تطبیقونه درک کړه. ما په

لومړي ځل دا کتاب د سویلي سیمې د یوه کوچني کارګري ښار په کلیسا کې موعظه کړ، بیا مې. لس کاله وروسته په منهتن کې د څو سوو مجردو ځوانانو لپاره موعظه کړ او په وروستي ځل مې لس کاله وړاندې د سیپټمبر د ۱۱ نېټې تر فاجعې وروسته، په نیویارک ښار کې موعظه کړ. د موعظې پر مهال مې هڅه وکړه چې د ټولنې کلتوري شرایط او د اورېدونکو شخصي اړتیاوې په پام کې ونیسم؛ نو له همدې امله مې د هرې موعظې ترمنځ توپیر موجود و. پدې ټولو حالاتو کې د یونس کتاب د هر وضعیت لپاره یو قوي پیغام درلود. ډېرو ملګرو به پیغامونه راکول او راته ویل به یې، کله چې مې ستا له خولې د یونس د کتاب ځانګړې موعظې اورېدلي، نو په ژوند کې مې بدلون راغلی دی.

د یونس د کتاب جوړښت

د یونس کیسه لوستونکی هڅوي چې دا کیسه د یوې ساده افسانې په توګه ومني او د نهنګ داستان د هغې کیسې د ډراماتیکې نقطې په توګه غیرواقعي وبولي. خو شعوري لوستي او د ژور فکر لرونکي لوستونکي دا یو ادبي او نوښتګر اثر ګڼي چې په ډېر مهارت لیکل شوی.

د یونس کتاب په څلورو برخو کې دوه مهمې پېښې بیانوي. د کتاب په لومړۍ او دویمه برخه کې بیان شوي چې خدای یونس ته امر کوي، خو هغه د خدای اطاعت نه کوي، په همدې ترتیب په درېیمه او څلورمه برخه کې خدای یونس ته بله دنده سپاري چې دا ځل یې هغه عملي کوي. دا دواړه پېښې یو له بل سره موازي دي او په لاندې ډول وړاندې کېدای شي.

سره له دې چې د کتاب متن له ادبي مهارت او ژور تفکر څخه ډک دی، خو بیا هم ډېری لوستونکي داسې څه ردوي، ځکه چې کتاب کې راغلي: یونس د نهنګ لخوا تېر کړای شو او د طوفان له مرګ څخه وژغورل شو (یونس ۱:۱۷).

ستاسو ځواب دې پوښتنې ته چې آیا دا کیسه حقیقت ده که نه؟ پدې پورې اړه لري چې تاسې سپېڅلی کتاب په کوم طرز لولئ او سپېڅلي کتاب ته په کوم نظر ګورئ. معنا دا چې که تاسو د خدای شتون او له مړینې څخه د عیسی مسیح را پورته کېدل منئ چې هغه له دې څخه ستر معجزه ده، نو بیا د یونس کیسه هم منئ او هغه درته کومه خاصه ستونزه نه جوړوي. البته، ډېر خلک باور لري چې معجزې ناشونې دي، خو دا یوازې یو شک دی او تر دې دمه  د دې نظریې مدعیانو د ثبوت لپاره کوم څه ندي وړاندې کړي.

په دې سربېره، د یونس د کیسې دننه داسې شواهد شته چې دا یوه تخیلي افسانه نه، بلکې ریښتینی روایت ښيي. معمولاً که یوه افسانه لیکل کېږي، نو د هغې لپاره د افسانې فوق‌العاده عناصر د داستان برخه ګرځول کېږي؛ خو د یونس په کیسه کې معجزې د دې لپاره نه دي راوړل شوي چې داستان ته ډراماتیک رنګ ورکړي. پدې کیسه کې د نهنګ یادونه یوازې په دوو آیتونو کې له کومې تشریح پرته شوې. پدې معنا چې دا داستان د یوې ساده او واقعي پېښې په توګه بیان شوی. باید په یاد ولرو چې په کیسه کې د نهنګ یادونه، موږ باید د کیسې له اصل مطلب څخه منحرف نه کړي.

د یونس د کتاب دقیق جوړښت، د دې پیغام ژورې معناوې رابرسېره کوي او موږ ته را ښيي چې یونس په خدای باور لرونکی وفادار انسان و. دا کیسه موږ ته بیانوي چې یونس له هغو خلکو سره چې دې ده د نژاد او دین برخه نه و، له هغوی سره یې څنګه چلند کاوه. دا کتاب موږ ته د خدای د مینې یو پراخ انځور وړاندې کوي چې خدای یوازې ایمانداره ټولنې پورې محدود نه دی، بلکې خدای د نورو خلکو هم دی. دا کتاب موږ ته دا هم څرګندوي چې خدای د زهرجنې او شیطاني قوم‌پالنې او د لږکیو د سپکاوي مخالف دی، دا کتاب موږ ته څرګندوي چې یو ایماندار باید څنګه د دې دنیا د بت‌پاله ځواکونو تر اغېز لاندې را نه شي، بلکې هغه تل د خدای په "لوی مأموریت" کې پاتې شي.

د دې کتاب ټول درسونه یوازې د ټولنیزو اړیکو په رغولو پورې ورټول ندي. یعنې موږ باید پوه شو چې د دې کتاب اصلي تعلیم یوازې ټولنپوهنه نه، بلکې الهیات دي. د یونس هیله دا وه چې ممکن خدای به دې ده د تصوراتو مطابق وي – یعنې هغه دا تصور لاره چې خدای باید یو داسې څوک وي چې یوازې بد خلک وژني او ښو خلکو ته برکت ورکوي، خو کله چې یونس او د هغه قوم ته حقیقي خدای راڅرګند شو، یونس د خپل تصور په خلاف خدای ولیده، د خپل ناسم تصور له امله یې خفګان او د ناامیدۍ احساس وکړ ـ او پخپل تصور پښېمانه شو.

یونس د خدای عدالت او رحمت سره تطبیق نه‌ شوای کړلای، نو له همدې امله یې پوښتنه وکړه: "خدای څنګه کولای شي چې پر هغو خلکو هم رحم وکړي چې ظلم او شرارت کوي؟" "خدای څنګه هم عادل او هم مهربان کېدای شي؟"

د یونس په کتاب کې دا پوښتنه نه ده ځواب شوې، خو د سپېڅلي کتاب په رڼا کې موږ دا حقیقت موندلای شو چې خدای به دا نړۍ د هغه چا له لارې وژغوري چې خپل ځان یې "د حقیقي یونس" په نامه یاد کړی و (متی ۱۲:۴۱). نو ځکه خو خدای کولای شي هم عادل وي او هم ایمان راوړونکو ته برائت ورکونکی (رومیان ۳:۲۶).

د یونس د کتاب لوستونکی باید نه د نینوا د ظالمو خلکو په څېر وي او نه هم د یونس په څېر یو سخت دریځی مذهبي کس، بلکې هغه باید د مسیح له روح څخه متأثر او بدل شوي ایمانداران و اوسي.

ډېرو کسانو چې د یونس کتاب لوستی، ویلي یې دي چې د دې کتاب لومړۍ نیمایي د هغه "ورک شوي زوی" کیسې ته ورته ده چې د عیسی په مشهور داستان کې یې بیان شوی دی (لوقا ۱۵:۱۱-۲۴). یونس پدې حکایت کې د کوچني زوی رول لوبوي چې د خپل پلار نافرماني یې کړې ده، خو د کتاب په دویمه برخه کې بیا یونس د "لوي ورور" په څېر ښکاري چې د پلار اطاعت یې کړی و، خو بیا د هغه د مهربانۍ له امله له پلار سره د خیانت احساس کوي (لوقا ۱۵:۲۵-۳۲).

همدې مشابهت ته په کتو ما د دې مقالې نوم "ورک شوی نبي" ټاکلی دی.

سرچینې:

Keller, Timothy. The Prodigal Prophet: Jonah and the Mystery of God’s Mercy. Viking, 2018.

Alexander, T. Desmond. Obadiah, Jonah, and Micah: An Introduction and Commentary. IVP Academic, 2015.

Bruckner, James. Jonah, Nahum, Habakkuk, Zephaniah. Zondervan, 2004.

Sasson, Jack M. Jonah: A New Translation with Introduction, Commentary, and Interpretation. Yale University Press, 1990.

Youngblood, Kevin. Jonah: A Commentary. Zondervan, 2013.

 
bottom of page