top of page

ولې په مسیحیت کې صلیب اړین دی؟

 کله چې لرغون پوهان لرغوني ځایونه کیني، د عیسويت د عبادت ځایونو پیژندلو لپاره یوازې یوه نښه وي او هغه هم د صلیب نښه ده.  لرغون پوهان ځینې وخت د صلیب نښه په دیوال کې د نقاشۍ یا انځورګرۍ په بڼه ګوري ، هغوی چې دا ډول انځورګري په دیوال، غولي او یا د لرغونې ږدانۍ په بله هره برخه کې و ویني، نو بیا هغوی دې پایلې ته رسیږي چې دا کشف شوې لرغونې ودانۍ کلیسا ده.

عسویان  له پیله د صلیب په نښې پیژندل شوي، هغه نښه چې عیسی پرې ځړول شوی و.  که صلیب په لرګیو نقاشي شوی وي، یا په زړونو کې هک شوی وي او یا هم په دیوال رسم کړی شوی وي، دا د عیسوي عقیدې د بیانولو یا اظهارولو اصلي سمبول دی.

ولې صلیب دومره اړین دی؟ د دې پوښتنې د ځواب لپاره بیلابیل لاملونه شته چې ځینې هغه یې په لاندې ډول دي:

صلیب د خدای د نقشې یا پلان بشپړولو لپاره اړین و

صلیب د خدای د ابدي پلان بشپړولو لپاره اړین و. د عیسی له مړینې، قیام او آسمان ته تللو لږ وخت وروسته د هغه یو ملګري پطروس د ارشلیم خلکو ته موعظه وکړه او هغې کې یې وویل: هغه سړی (عیسی) د خدای د وړاندوینې او نقشې سره سم تاسو ته تسلیم شو، تاسو هم هغه په ​​​​صلیب باندې وځړاوه او د ایمان ضد عناصرو په لاسونو مو وواژه.  (د رسولانو عملونه 2:23).  خدای د خپل زوی په اړه چې په صلیب به وژل کېږي مخکې له دې چې دا کار پیښ شي خبر و،  هغه نه یوازې پدې خبره پوهېده، بلکې هغه خپله دې کار ته اجازه ورکړه تر څو د هغه ابدي نقشه عملي شي، ځکه د دې چارې تر سره کېدل د خدای موخه وه او له ګناه څخه د انسانانو د خلاصون لپاره یوه اړتیا وه.

ځینې وخت ممکن داسې هم وشي چې زموږ ذهن دا ومنی، هغه څه چې تر سره شوي خدای په هغو نه پوهیږي چې څه کیږي دا مسئله باید دقیقه و ارزول شي.  د ژوند آزموینې او کړاوونه مبهم، کړکېچن او ګډوډ دي. خدای خبر چې زما په ژوند کې به څه پیښیږي؟ زما ژوند د هغه لپاره ارزشت لري؟  ایا هغه زما لپاره څه کولی شي؟ د دې ټولو پوښتنو ځواب هو دی، معنا دا چې خدای په دې ټولو شیانو پوهیږي او دا د هغه لپاره مهم دي.  که تاسو په هغه باور ولرئ، نو تاسو به خامخا د هغه  کارونه وګورئ.

  د مسیح صلیب ښیې چې زموږ لپاره د خدای ټول پلانونه ښه دي. ظاهراً د عیسی مسیح په صلیب ځړېدل په ځمکه کې تر ټولو بد عمل و، خو په حقیقت تر دې دمه په دې سیاره کې دا کړنه تر ټولو نیک عمل حساب شوی دی، ځکه صلیب انسانانو ته نجات ور په برخه کړ. دا چې خدای بده کړنه په ښه عمل بدله کړه، نو هغه دا هم کولای شي چې ستاسو په ژوند کې بد ښکاريدونکي شیان په ښو شیانو بدل کړي.

صلیب د ګناه د قیمت ادا کولو لپاره اړین دی

صلیب د خدای د پلان یوه برخه وه، ځکه چې دا له ګناه څخه د انسان د ژغورلو یوازینۍ لار وه. 

خدای نشوی کولای چې په ساده ډول زموږ ګناهونه له پامه وغورځوي.  که څه هم د ګناه له پامه غورځول خدای غوښتل او ور سره یې مینه وه، خو له کوم دلیل او لویې قربانۍ پرته یقینا نه دا کار ممکن و او نه هم مقدس و.  انصاف دا و چې زموږ د ګناهونو قیمت ادا شوی وی.  له بلې خوا، که خدای موږ، زموږ د ګناهونو له امله په مرګ محکوم کړي وی، دا کړنه ممکن مقدسه وی، مګر داسې څه د خدای له مینې سره مناسبه نه برېښېدل.

یواځنۍ حل لار په صلیب کې وه، معنا  دا چې یوازې په صلیب کې د خدای مینه او سپیڅلتیا یو له بل سره تړل کېده.  صلیب د خدای د مینې استازیتوب کوي.  پلار خدای خپل زوی، یعني د هغه یوازینی زوی د دې لپاره راولېږه چې زموږ د ګناهونو لپاره رنځ وګالي او مړ شي. د هغه ژوند زموږ د ژوند لپاره و، د هغه درد زموږ د ګټو لپاره، صلیب د خدای مقدسه نښه ده چې  د مرګ سزا د ګناه لپاره ترسره شوه او د خدای د خلکو د ګناهونو قیمت یې په بشپړ ډول ادا کړ.  د مسیح صلیب د هغه د خلکو په نجات کې د خدای مینه او تقدس ساتلو لپاره اړین و. المانی الهيات پوه ایمیل برونر پخپله تشریح کې وایي: د مسیح صلیب، "یوازینیۍ نښه ده چې د مهربان او بخښونکي خدای مینه او سپېڅلتیا پکې په مساویانه او لا محمدود ډول څرګندیږي"

صلیب د نجات لپاره ضروري دی

د صلیب لپاره بله اړتیا هم شته او هغه زموږ نجات دی.  هر څوک چې غواړي د خدای ملکوت ته ننوځي، هغه باید لومړی صلیب ته فناه یوسي.  ابدي ژوند د هر هغه چا لپاره د خدای وړیا ډالۍ ده چې باور لري عیسی دې ده د ګناهونو لپاره په صلیب مړ شو. د دې موضوع د لا سپړلو لپاره به یوه کیسه راواخلو، یوه ورځ یوې ښځې پریکړه وکړه چې په کلیسا کې غړیتوب تر لاسه کړي، هغه د مرکې لپاره د کلیسا مشرانو ته لاړه، هغه د الهیاتو په برخه کې پوهه ښکاریده، خو د کلیسا خادمین د هغې د ایمان په ​​​​اړه مطمین نه وو، معنا دا چې تر ډره ډاډه نه وو چې ایا هغه به ریښتینی عیسوۍ وي او کنه. دوی د ډاډ تر لاسه کولو لپاره له هغې څخه یوه مهمه پوښتنه وکړه: "ایا تاسو باور لرئ چې عیسی نه یوازې د نورو د ګناهونو لپاره په صلیب مړ شو، بلکې هغه ستاسو د ګناه لپاره هم په صلیب مړ شوی؟"  هغې ډیر وخت مکث وکړ او په پای کې یې وویل، ما هیڅکله د صلیب په اړه داسې فکر نه دی کړی.

د کلیسا مشرانو هغې ته تشریح کړه چې هغه باید اعتراف وکړي چې هغه یوه ګناهکاره مېرمن ده چې مسیح د هغې د ګناه لپاره هم په صلیب مړ شو.  هغه شپه تر فکر کولو وروسته د هغې ښځه دا باور په یقین بدل شو چې عیسی د هغې د ګناهونو لپاره په صلیب مړ شو او تر دې وروسته یې هغه د خپل نجات ورکوونکي په توګه ومانه  هغه ښځه پدې وپوهیده چې هر انسان باید د ژغورلو لپاره:"د صلیب په اړتیا" پوه شي، ځکه چې په مسیحي ژوند کې  صلیب خورا مهم ارزښت لري

bottom of page