
موعظه څه ته وایي؟
اریک رِیموند - Erik Raymond
زه مې د خپلې لومړنۍ موعظې په باب درته وایم (له بده مرغه ممکن زه یوازینی کس وم چې خپله لومړنۍ موعظه یې یاده وي). د نوي باغیرته ایماندار په توګه،، په لومړیو کې زما په وجود کې د «جذبې» اندازه تر «نور» زیاته وه. د هغه حالت په نسبت چې اوس مې تېر ژوند ته ګورم، فکر کوم چې د دې ساده خو مهمې پوښتنې ځواب مې نه شوای ویلای چې موعظه څه وایي؟
کارسون، په خپل کتاب «کلام موعظه کړئ» کې پدې باب یو ډېر ګټور څپرکی لیکلی دی، د دې څپرکي عنوان دی: «په یویشتمه پېړۍ کې د دریځ یا ستېج ننګونې» که څوک دا څپرکی ولولي، په پوره معنا به وپوهېږي چې: «موعظه څه ته وایي» کارسون دا کتاب چې د هغه د مقالو ټولګه ده، د آر کنت هاګس په ویاړ لیکلی دی.
ما نن دا کتاب له خپل کتابتون څخه راوایست، په دې کې مې پخوا یو لیکلی یاداښت ایښی و او هغه مې بیا ولیده. د کتاب له لوستلو وروسته مې یو وخت په هغه یاداښت کې لیکلی و: «د پام وړ! زه باید هر کال دا کتاب ولولم» د هماغه یاداښت له مخې مې دا کتاب بیا ولوسته، دا چې دا کتاب ډېر مهم دی؛ نو ځکه مې پر ځان لازم کړی چې باید هر کال یې ولولم او د همدې مهم والي له امله پدې لیکنه کې غواړم، د هغې ځینې مهمې برخې له درنو لوستونکو سره شریکې کړم.. کارسون د کتاب پدې څپرکي کې پینځه مهم ټکي بیانوي چې د «موعظه څه ته وايي؟» په اړه وضاحت ور کوي (مخونه ۱۷۶-۱۷۷).
لومړی ـ موعظه د خدای د مکاشفې بیا څرګندېدل دي
موعظه یوازې د شفاهي معلوماتو انتقالول نه دي، حتی که دا معلومات تر ټولو کتابي یا الهامي هم وي؛ بلکې د موعظې په هکله موږ باید د هغه اصل پر بنسټ تمرکز وکړو چې «د مکاشفې بیا څرګندېدل» بلل کېږي.
واعظان باید دې ته متوجه شي چې د دوی هدف یوازې د سپېڅلي کتاب تشریح کول ندي، سره لدې چې د کلام تشریح کول هم مهمه خبر ده، خو بیا هم د دوی د موعظې موخه باید دا وي چې د خدای کلام پداسې الفاظو کې اعلان کړي چې د مکاشفې یوه پېښه رامنځته کړي او خلک احساس کړي چې له ژوندي خدای سره یې ملاقات وشو.
دوهم ـ موعظه تفسیر دی.
تفسیر د یو حقیقت وضاحت او سپړنې ته وایي. د موعظې پر مهال موږ باید دا هیله ولرو چې خدای به د دې موعظې په ترڅ کې د خپل کلام له لارې ګډونوالو ته بیا خپل ځان ښکاره کوي. موږ باید په ډېر اخلاص کلام تفسیر کړو او هغه څه منعکس کړو چې خدای د خپل کلام په وسیله موږ ته راکړي دي.
درېیم ـ موعظه د بیان یو منظم چوکاټ دی.
موږ د خدای سفیران یو او زموږ مسؤلیت دا دی چې د حاکم (خدای) دریځ او اراده په رښتیني ډول اعلان کړو. موږ دا صلاحیت نه لرو چې د خدای پیغام او دریځ ته بدلون ورکړو.
څلورم ـ موعظه پخپله هدف نه دی.
وفادار واعظ، دې ته ارزښت نه ورکوي چې خلک دې ده د وینا، فصاحت، بلاغت او د ویناوالۍ د نورو مهارتونو په اړه څه فکر کوي، بلکې د هغه ټول تمرکز باید پدې وي چې آیا ده د خدای د کلام پیغام په رښتینې ټوګه ګډونوالو ته وړاندې کړی دی او که نه؟
د خدای له کلام سره د واعظ ژمنه باید دومره ژوره وي چې په هر حالت کې یې د خدای کلام په یاد وي، یعني واعظ باید د خدای له کلام سره خپله ژمنه په روغتیا، ناروغي، سرود اورېدو او بل هر حالت کې پوره کړي.
پنځم ـ موعظه له شرایطو سره تړاو لري.
واعظ باید خپل خلک او د هغوی کلتور ولولي او په پوره معنا یې وپېژني... که واعظ د سیمې خلکو سره اغېزمنه اړیکه غواړي او هغوی ته د خدای د کلام اغېزمن پیغام ورکول غواړي؛ نو باید د هغوی له ژوند، دودونو، کلتور او ارزښتونو سره ځان بلد کړي، تر څو وکولای شي له هغوی سره اغېزمنه اړیکه وپالي او د هغوی د ارزښتونو په اډانه کې خپل الهي ماموریت یا خدمت په بریالیتوب سره سر ته ورسوي.
د کتاب دا څپرکی د موعظې لپاره ډېر ارزښتمن څپرکی دی. په ټوله کې د کتاب د نورو مقالو لوستل د هغه چا لپاره چې موعظه کوي او یا هم موعظې کولو ته لېواله وي ډېر ګټور
