top of page

عیسی د بیا را ژوندي کېدو (قیام) په اړه لس ټکي

 

جورج سینکلر – George Sinclair

د درنو لوستونکو د پام وړ، د لاندې مطالبو منځپانګه د عیسی مسیح د قیام او د هغه د حقیقت په اړه د تاریخي شواهدو غورچاڼ دی.

۱. د عیسی د قیام په اړه څلور لرغوني ژوندلیکونه شته.

د عیسی د قیام په اړه څلور ژوندلیکونه د هغه عیني شاهدانو او یا د هغوی د شاهدي ورکولو له امله لیکل شوي چې د عیسی قیام (بیا را ژوندي کېدل) یې لیدلی دی، دا ژوندلیکونه اعتراف کوي چې عیسی له مرګ وروسته بیا را ژوندی شو. له اصلي ژوندلیکونو سره داسې ضمیموي لیکونه هم شته چې عیني شاهدان د هغې د لیکلو پر مهال ژوندي و او دا ضمیموي لیکونه د اصلي ژوندلیکونو منځپانګه ټائیدوي. د دې تاریخي لیکونو د ادعا له مخې، عیسی پر صلیب مړ شو او درې ورځې وروسته بیا را ژوندی شو.

۲. یهودي او بت‌پرسته لیکوالانو لیکلي، مسیحیانو باور لاره چې عیسی له مرګ وروسته بیا را ژوندی شوی دی.

۳. د عیسی د قیام د صحنې ډېرې اصلي شاهدان د شاهدي ورکولو له امله ووژل شول.

که دې کسانو د عیسی له قیامه انکار کړی وای، ممکن هر خوا ژوندي او خوندي خوارۀ شوي وای. که له یوې بلې زاویې د دې کسانو مرګ ته وګورو؛ نو ویلای شو چې هر طبیعي او غیر طبیعي مرګ یو لامل لري او دوی هم له غیر طبیعي مرګ سره مخ شول، د دې مرګ لامل دا و چې دوی د عیسی د قیام په اړه شاهدي ورکړه. د دې کسانو د مړینې لامل زموږ لپاره ډېر مهم ټکی دی، ځکه چې هر عاقل انسان له ځانه پوښتي چې دا کسان ولې ووژل شول؟ پوښتنه کوونکی له لږ فکر کولو وروسته دې پایلې ته رسیږي چې دا سړي او ښځې ځکه ووژل شول چې دوی په صلیب  د عیسی د مړینې او بیا را ژوندي کېدو حقیقت بیان کړی و، یعنې د دوی د مرګ لامل د عیسی د مړینې او د هغه د قیام شهادت ورکول و.

۴. د عیني شاهدۍ بیان د یوحنا رسول له خولې ډېر مهم دی.

ډېری وګړي پدې باور دي چې د یوحنا رسول داستان (لکه د نورو عیني شاهدانو د داستانونو په څېر) یو سمبوليک او استعاري داستان دی؛ خو حقیقت دا دی چې یوحنا رسول د تاریخي داستانونو، سمبولونو او استعارو ترمنځ واضح توپیر کولای شوای، ځکه چې یوحنا رسول دوه کتابونه لیکلي چې یو یې تاریخي داستان دی او موږ یې د «یوحنا انجیل» په نوم پېژنو، بل یې د سمبولونو او استعارو ټولګه ده او موږ دا کتاب «مکاشفه» بولو؛ نو له همدې امله ویلای شو چې یوحنا رسول تاریخي داستانونه، سمبولونه او استعارې پېژندې، ځکه چې دی خپله په همدې منځپانګه د دوه معتبرو کتابونو لیکوال دی. یوحنا رسول د عیسی د مرګ او قیام یو مهم شاهد دی او خپله شاهدي یې پخپل کتاب کې بیان کړې هم ده.

۵. تاریخي شواهد ښيي چې د عیسی قبر خالي و.

له هغه ټُکُر څخه چې عیسی ته یې ترې کفن جوړ کړی و  په منظم ډول له جسده لېرې کړای شوی و، بیا تاو کړای شوي و او د عیسی د سر په ځای کې غورځول شوی و. همدارنګه عیسی هم په قبر کې هیڅ نه و، پداسې حال کې چې د هغه د قبر ساتنه د رومي سرتېرو په غاړه وه او تر اوسه د هغه د جسد د غلا کولو ادعا هم هیچا نده کړې. په قبر کې د کفن موندل دا بیانوي چې عیسی بیا را ژوندی شوی دی، ځکه د هغه کفن یې له قیمتي ټُکُر څخه جوړ کړی و او که کوم چا د شخصي ګټې او یا شرارت له امله د هغه جسد له قبر څخه وړی وای؛ نو باید هغه یې له کفن سره‌ وړی وای، په مناسب فرصت کې یې د کفن برخې ترې جلا کړې وای او په بازار کې یې پلورلې وای، خو داسې نه و شوي؛ یعني قبر د عیسی له جسده خالي و، د کفن ټُکُر په قبر کې و او د قبر له خولې څخه لویه تېږه هم لېرې کړای شوې وه چې دا صحنه له کومې انساني مداخلې پرته د عیسی د بیا را ژوندي کېدو (قیام) لپاره مناسبه شاهدي وړاندې کوي.

۶. که پولوس رسول ته د عیسی ښکاره کېدل حساب نه کړو، نو عیسی یوولس ځله مختلفه کسانو ته ښکاره شوی چې هغوی هم د عیسی د قیام په اړه شاهدي ورکړې ده.

عیسی مختلفه سړیو، ښځو، په انفرادي ډول، جوړه کسانو، ډلو او لږ تر لږه یوه لوی ټولي ته ښکاره شوی و. هغه په قبر کې دننه، له قبر څخه بهر، په بېلابېلو ځایونو او په مختلفه وختونو کې خلکو ته ښکاره شوی و. عیسی د ښکاره کېدو پر مهال په فزیکي ډول لمس شوی، د خلکو په حضور کې لیدل شوی او د شاهدانو په مخکې یې خواړه هم خوړلي دي. دې شاهدانو د عیسی له قیام مخکې باور  لارۀ چې هغه به هیڅکله بیا را ژوندی نشي. دې کسانو عیسی په صلیب مخکې له مړینې پېژنده او پدې هم پوهېدل چې دا هماغه عیسی دی چې په صلیب مړ شو او اوس بیرته ژوندی شوی دی.

۷. د مسیحي غورځنګ چټکه وده له هغه ځایه پیل شوه چې عیسی پکې مړ او ښخ شو.

د مسیحي غورځنګ د چټکې ودې دلیل دا و چې د عیسی له مړینې او ښخولو وروسته، د هغه قبر خالي ولیدل شو او دا محسوسه شوه چې هغه واقعاً بیا را ژوندی شوی دی. د مسیحي غورځنګ چټک پرمختګ د عیسی له مړینې او قیام یوازې څو اوونۍ وروسته په هغه ځای کې پیل شو چې عیسی پکې په صلیب مړ شوی و. د مسیحیت وده په داسې چاپېریال او شرایطو کې پیل شوه چې دښمنۍ او مخالفتونه اوج ته رسېدلي و. همدارنګه د وخت د واکمنو له لوري د مذهبي او ټولنیزو مشرانو اعدامول د وخت دود ګرځېدلی و.

۸. د عیسی مرګ او قیام ناڅاپي پېښه نه وه.

عیسی له مړینې مخکې ویلي و چې دی به په صلیب مري، په قبر کې به ایښودل کېږي او بیا به بیرته را ژوندی کېږي. د دې وړاندوینې مهم ټکی دا دی چې عیسی د دې پروسې د ترسره کولو واک نه لارۀ، ځکه په صلیب اعدامول د وخت د رومي حکومت د اعدام یوه بڼه وه. عیسی پوهېده چې دې ده مړینه د خدای ماموریت دی او دی به خامخا په صلیب مري، نو ځکه یې په منطقي ډول وویل چې دی به په صلیب مري او له درې ورځنۍ مړینه وروسته به بیا را ژوندی کېږي. د هغه دا وړاندوینه د دې «نښه» ده چې عیسی څوک دی، د څه په هکله یې تعلیم ور کړی او هغه د خپل مرګ او بیا را ژوندي کېدو له لارې څه بشپړ کړل.

۹. د عیسی مرګ او قیام د تاریخ په اوږدو کې د خدای هغه ژمنه ده چې څو پېړۍ پخوا په مکرر ډول د پیغمبرانو له لوري یې وړاندوینه شوې وه چې د دې ژمنې پوره کول اړین و.

ژمنه دا وه چې مسیح به د خدای له لوري راځي، مري به او بیا به بیرته را ژوندي کېږي. عیسی خپله هم ادعا وکړه چې د هغه مرګ او قیام د همدې ژمنو پوره کېدل دي.

۱۰. د عیسی د مرګ او قیام په اړه نور ډېر شواهد هم شته.

د عیسی مرګ او قیام یو نړیوال او تاریخي داستان دی چې د انسان د حالت په اړه ژور او پیاوړې بصیرت تسجیلوي. د عیسی ژوند، مرګ او قیام په داسې متن کې بیان شوی چې زرګونه کاله پرې تېر شوي او د دې کلونو په اوږدو کې انساني عقل او پوهې له مختلفو زاویو پرمختګ کړی، خو لدې ټولو پرمختګونو سره سره، د انساني پوهې او عقل له خوا د عیسی د مرګ او قیام حقیقت تایید شوی دی. د ویلو ده چې دا لرغونی متن د تاریخ په اوږدو کې د علمي پرمختګ، د بشر د حقونو د ودې او د ښې حکومتولۍ اساس ګرځېدلی دی. د نړۍ لید له نظره د عیسی مسیح داستان په پراخوالي، ژورتیا، همغږي، یوالي، عاطفي او عقلي اعتبار کې بې سارې دی.

ګرانو ملګرو، ومنئ چې زموږ څښتن عیسی مسیح په صلیب مړ شوی او بیا را ژوندی شوی دی. هغه مینه ناک او ژغورونکی دی، نو له عاجزۍ او فروتني سره هغه ته راشئ

 
bottom of page