
عیسی څوک دی؟
TGC Farsiلیکوال
ایا تر اوسه دې د ی ښوونځی و کس فکر په کوم بل چا کړی دی؟ ښه مې یاديږي چې د له ملګرې سره یو ځای په یوه مېلمستیا کې وم. مېلمستیا ته په رسېدو مو خپله ملګرې (نیکول) ولیده چې په یو ګوښه ځای کې ولاړه وه او ساعت یې تېراوه. تر دې یوه ورځ مخکې مو هم له نیکول او د هغې له یوې امیندواره ملګرې سره یوه شېبه تېره کړې وه. دا چې هغې زما لپاره ځانګړی ارزښت لاره؛ نو پدې مېلمستیا کې مې هم وغوښتل چې ورشم او روغبړ ور سره وکړم. له ما سره مې د ښوونځی د دورې ملګرې هم د نېکول خوا ته لاړه. تر روغبړ وروسته، د ښوونځی ملګرې نیکول ته د لوروینې خندا وکړه، د هغې تر څنګ د ولاړې نجلۍ په نس یې لاس کېښوده او په مینه یې ترې وپوښتل: «ماشوم څنګه دی؟» پوهېږې، دا نجلۍ نه امیندواره وه او نه هم د نېکول ملګرې. زه خوښ وم چې لومړی ما خبرې ونه کړې.
که د چا په پېژندنه کې تېروتنه وکړې، دا کړنه هم شرموونکې ده او ممکن د نورو د سپک ګڼلو معنا هم ولري. همدارنګه ممکنه ده چې ستا تېروتنه د نورو د ځورونې او ستا د نا پوه ښودلو لامل هم شي. هو؛ هر انسان تېروتنه کوي، خو انسان باید تر ممکن حده هڅه وکړي چې تېروتنه ونه کړي او د تېروتنې د مخنیوي لپاره تر ټولو غوره لار دا ده چې لومړی باید د هر څه په اړه ځان ډاډه کړي او بیا خبرې وکړي.
د ګِرِګ ګېلبېرټ نوې کتاب د یو متفاوت کس هویت را پېژني او دهغه نه پېژندل لوی ریسک لري. د عیسی په اړه خبرې کول، د عادي ملګرو یا پخوانیو آشنایانو له پېژندلو سره ډېر توپیر لري. که د عیسی هویت غلط وپېژنو او یا یې هیڅ ونه پېژنو؛ نو دا چاره یوازې د شرم خبره نده، بلکې یوه لویه غمیزه هم ده.
له همدې امله ګرګ له هماغه پیله دا مهمه پوښتنه چې د کتاب عنوان یې هم ټاکلی بیانوي چې: «عیسی څوک دی؟» ممکن ډېرو لټونکو (څېړونکو)، شکمنو او حتی ځینو مسیحیانو ته هم دا پوښتنه خنده ونکې ښکاره شي، خو د کتاب له لوستلو ورسته ورته جوتېږي چې دا پوښتنه ولې دومره ارزښتمنه ده.
طبیعي خبره ده چې موږ به نه په سړک او نه هم په کومه مېلمستیا کې د سولې شهزاده (عیسی) سره مخ شو، نو له همدې امله د دې پوښتنې په ځواب کې موږ ته نه ښایي چې هغه له یوې معلومې څېرې سره وتړو، بلکې موږ باید د هغه باور په اساس چې د عیسی په اړه یې لرو، په ښه ویاړ سره دا پوښتنه ځواب کړو. په بله معنا موږ باید دا پوښتنه هغسې ځواب کړو، یعنې چې عیسی په هغه ډول و پېزنو چې مستحق یې دی.
د بېلګې په توګه ګرګ لیکي: «که تاسې پدې حقیقت وپوهېږئ چې عیسی خدای دی او هغه له پلار خدای سره یوه استثنایي او په فردي منحصرۍ ولاړه اړیکه لري؛ نو بیا پدې هم پوهېږئ چې که غواړئ د کایناتو خالق وپېژنئ، لومړی باید عیسی وپېژنئ او د عیسی له پېژندلو پرته بله هیڅ لاره د کایناتو خالق ته نشته»
که عیسی یوازې یو عادي انسان وای، نو پېژندل به یې دومره مهم نه و؛ خو دا چې عیسی د خدای زوی او د نړۍ یوازینی ژغورونکی دی، نو پېژندل یې هم خورا اړین دي. ډېری وخت ځینې خلک عیسی ته د یو بل چا په نظر ګوري، یعني چې په تېروتنه یا په شعوري ډول د بل چا فکر پرې کوي، یا یې یوازې یو ښه ښوونکی او یا یې هم یو پیغمبر ګڼي؛ خو د هغه لپاره دا صفتونه بسنه نه کوي، ځکه چې هغه زموږ څښتن او د بشریت ژغورونکی دی. که بیا هم د کوم چا ذهن دا نه مني چې عیسی دې زموږ ژغورونکی او د خدای زوي وي، نو مهرباني دې وکړي د ګرګ دا لنډه او مهم کتاب دې ولولي، ځکه دا کتاب موږ سره د دې مسئلې په راسپړلو کې چې عیسی واقعاً څوک دی مرسته کوي.
زه د «عیسی څوک دی؟» کتاب مینه وال یم، زما لپاره دا کتاب جالب او زړه راښکونکی دی او په رښتیا هم چې ما یې له لوستلو څخه خوند واخیستۀ. د دې کتاب لوستل د هر چا لپاره اسان دي او د موضوع اړونده پوښتنې، مهم او ریښتیني ځوابونه پکې موندلای شي. دا کتاب زما ځکه خوښ دی چې منځپانګه یې له سپېڅلي کتاب څخه ډکه ده.
ګرګ د کتاب په منځپانګه کې د عیسی د پېژندلو لپاره د نوې لارې د پیدا کولو هڅه نده کړې، بلکې هغه یوازې په تاریخي واقعیتونو تمرکز کړی دی. عیسی څوک دی او ولې مهم دی؟ هغه د دې پوښتنې د ځواب لپاره د هغه تاریخپوهانو خبرو ته غوږ ندی ایښی چې هېڅکله یې عیسی ندی لیدلای، پدې کتاب کې د هغه د لیکلو تګ لاره د لومړي لاس په معلوماتو ور ټوله ده، یعني هغه د اعتبار وړ عیني شاهدانو په شهادت تمرکز کړی دی، هغه شاهدان چې عیسی یې واقعاً لیدلای و. همدارنګه هغه د خدای په کلام باور کوي او همدا لامل دی چې دا د اعتبار وړ کتاب د ژوند په بدلولو کې ستر رول لري.
عیسی اساسي او بنسټیزې ادعاوې وکړې. هغه یوازینی کس دی چې د تاریخ په اوږدو کې پرې ډېر بحث شوی. هغه ادعا وکړه چې دی څوک دی؟ او آیا هغه واقعاً هماغه دی چې وایي یې؟ زه نشم کولای چې د دې پوښتنو د ځواب لپاره تر دې لنډ او مهم کتاب درته توصیه کړم. که دا کتاب ولولې، زه فکر کوم چې تاسې به هم، لکه زما په څېر ډېر برکت ترې واخلئ
