top of page

داود پاچا څوک و؟

TGC Farsi

 

په زاړه تړون کې د اسراییل د قوم پاوړی او د درناوي وړ مشر داود و، هغه ښه ژوند لاره او د شاوول له مړینې وروسته، د څلوېښت کلونو لپاره د خدای د قوم مشر وګمارل شو. هغه مهال خلکو داود پاچا «د خدای د خوښې سړی» ګاڼه. د داود له داستانه زده کوو چې هغه څنګه له ګناهونو او کمزوریو سره یې مبارزه وکړه، ځکه دې دۀ د کمزوریو له امله خپله داود پاچا، کورنۍ او قوم یې درانه زیانونه وزغمل؛ خو د خدای د فیض او د هغه د ژمنو د پوره کېدو له امله داود پاچا پخپل وخت کې د لوړ مقام څښتن و. په داود پاچا د دې برکت لوروینه یوازې تر هغه پورې محدوده نه وه، بلکې دا برکت تر هغه وروسته نورو نسلونو ته هم وغځېدۀ چې په پای کې د دې برکتي نسل لړۍ د خدای له نقشې سره سمه، د ټول انسانیت ژغورونکي عیسی مسیح ته ورسېده. (لوقا ۲۰: ۴۱.؛ مرقس ۱۲: ۳۵)

د داود پاڅون

د اسرائیل لومړني پاچا (شاوول) د خدای له امره سرغړونه وکړه او خدای پاک هم هغه رد کړ.  د شاوول له ردولو وروسته  داود د اسرائیل لپاره په یوه تاریخ جوړونکې شېبه کې مشر وګمارل شو. (لومړی سموئیل ۱۵:۲۸-۱۹؛ ۱۶: ۱) د داود د پاچا کېدو کیسه لدې ځایه پیل شوه چې خدای پاک سموئیل نبي ته امر کوي، د یسي کور ته چې په بیت‌لحم کې دی لاړ شه، ځکه چې د هغه له زامنو مې یو تن د اسراییل د پاچا په توګه غوره کړی دی (لومړی سموئیل ۱۶: ۱)

سموئیل داود مسح کوي، نور نو هغه د سیاسي او نظامې صحنې د برخې ګرځيدو جوګه کېږي او خدای هم هغه ته فیض ورکوي، تر څو له ګمنامۍ څخه راووځي. داود ته د شاوول په حضور کې د موسقۍ غږولو اجازه  هم ورکول کېږي، تر څو د شاوول روحاني اضطراب آرام کړي. (لومړی سموئیل ۱۶: ۲۳) د داود د مشهورېدو تر ټولو مهمه پېښه دا وه چې هغه له فلسطیني نوموتي جنګیالي سره جګړه وکړه او له جګړې بریالی راستون شو. فلسطینی جُلیات نومی جنګیالی چې د غټې تنې څښتن و، پوره څلوېښت ورځې یې د جګړې د پیلېدو لپاره خنډ جوړ کړی و، هغه به هر سهار او ماښام را مخته کېده او د اسرائیل پوځ ته به یې پېغور ورکاوۀ چې د یو په یو مبارزې لپاره دې کوم څوک رامخته کړي. داود ورمخته شو او غاښ ماتونکی ځواب یې ورکړ. (لومړی سموئیل ۱۷: ۱۶) هغه به هر ځل اعلان کاوه، که هر څوک یو په یو مبارزه کې بریالی شي، بایلونکې خوا به ګټونکې ته تسلیمیږي، داود ونه وېرېد او له جُلیات سره د جګړې کولو لپاره چمتو شو. (لومړی سموئیل ۱۷: ۲۳)

د خدای د مشیت په یوه ځوامنه مبارزه کې یو شپونکی ځوان چې کومه پوځي مخینه هم نه لري، له یوۀ تجربه لرونکي جنګیالي سره مخ کېږي او له کومې جنګي زغرې پرته د جنګ میدان ته له پنځو تیږو او یوې مچنغوزې سره ځي. داود د خدای ځواکمنتیا اعلانوي، یوه تېږه واروي، هغه مخامخ د جُلیات پر تندي لګېږي، بیا د هغه توره را اخلي او سر یې ترې غوڅوي. (لومړی سموئیل ۱۷: ۵۱) د بیت‌لحم اوسېدونکي (داود) له پنځو تېږو او یوې مچنغوزې سره وکولای شول تجربه لرونکی فلسطینی جنګیالی چې خلک به یې له تنې وېرېدل مات کړي او د خدای نوم ته جلال ورکړي. خدای داود د دې لپاره وکاراوۀ چې اسراییل بریا ومومي. داود د همدې بریا له امله د اسرائیل اتل وشمېرل شو.

شاول چې خدای رد کړی و د داوود له شهرت او بریا سره یې کرکه کوله. د هغه هڅه دا وه چې داود ووژني. (لومړی سموئیل ۲۰: ۲۳) خو خدای پاک هغه د شاوول له شره وژغوره او اسراییل قوم هم د پاچا په توګه ومانۀ. داود عادلانه حکومت کاوۀ او خدای هم هغه په ټولو دښمنانو یې بریالی کړ.

د داود سقوط او بیا را پورته کېدل

له بده مرغه، داود د اوریا له مېرمنې «بَتشِبع» سره د کوروالي له لارې ګناه وکړه (دویم سموئیل ۱۱). هغه امیندواره شوه، داود هڅه وکړه چې خپله ګناه پټه کړي او  د اوریا وژلو ته یې لار برابره کړه، تر څو یې ګناه پټه پاتې شي. د یادونې وړ ده چې اوریا د داود د سلطنتي پوځ پیاوړی او وفاداره قومندان و.

د داود پدې کار سره خدای پاک له هغه څخه ناراضه شو او د خپلو ګناهونو ناوړه پایلې یې د کلونو لپاره په خپلې کورنۍ کې تجربه کړې. د بېلګې په توګه د هغه زوی امنون خپله خور تامار بې عزته کړه. (دویم سموئیل ۱۳) همدارنګه د هغه بل زوی ابشالوم پاڅون وکړ او ناببره مړ شو. (دویم سموئیل ۱۸)

له ګناه سره ـ سره، خدای پر داود رحم وکړ، ځکه چې هغه رښتینی توبه وایسته او خدای یې پاچاهي بېرته ورغوله. داود څلوېښت کاله پاچاهي وکړه او له هغې وروسته یې د خدای په امر د بَتشِبع  دویم زوی «سليمان» د خپل ځای ناستي په توګه مسح کړ. داود د یوې ټاکلې مودې لپاره د خدای له ارادې سره سم، د خپلې زمانې خلکو ته خدمت وکړ او له هغې وروسته ومړ. (د رسولانو عملونه ۱۳: ۳۶)

د داود له ژونده زده کوو چې هیڅ انسان له ګناه څخه پاک ندی، یعنې که څوک رښتینی زړه لري، خدای غواړي او بیا هم ترې ګناه وشي؛ نو د هغه لپاره اړینه خبره دا ده چې رښتینې توبه وباسي او بېرته خدای ته ورستون شي.

د داود رول

خدای پاک د نجات په تاریخ کې د مشرتابه دنده داود ته وسپارله او له هغه سره یې ژمنه وکٌړه چې پاچاهي به یې پای ونه مومي. (دویم سموئیل ۲۳: ۵) خدای دا هم مقدره کړه چې عیسی مسیح به د داود له نسله وي، له همدې امله د هغه له لقبونو څخه یو لقب «د داود زوی» دی. (متی ۱۲: ۳۳) یهودیان د خپل باور له مخې یو داسې چا ته په تمه دي چې هغه به راشي او د تلپاتې پاچاهۍ ژمنه به د هغه په پاچاهۍ کې پوره شي. (لوقا ۱: ۳۲) خو عیسی مسیح دا وړاندوینه په داسې ډول پوره کړه چې یهودیانو یې تصور هم نه شو کولای.

داود پاچا د ایمان اتل و. (عبرانیان ۱۱: ۳۲) خو مسیح زموږ د ایمان بنیاد ایښودونکی او بشپړونکی دی. (عبرانیان ۱۲: ۲). مسیح د انسان په بڼه راغی، کامل ژوند یې وکړ، زموږ د ګناهونو لپاره مړ شو، بېرته راژوندی شو او آسمان ته وخوت. موږ تمه لرو چې هغه به له خپل شان سره سم، د پاچاهانو د پاچا په توګه بېرته راځي او موږ هیله لرو چې له هغه سره به تل تر تله واوسو

bottom of page