top of page

ابراهیم څوک و؟

- TGC Farsi

په زاړه تړون کې خدای پاک د اسرائیل قوم د مشرۍ او د ټولو ملتونو د پلار کېدو لپاره ابراهیم غوره کړ. خدای پاک ابراهیم یوازې د اسرائیل د برکت او نجات ورکولو لپاره غوره نه کړ، بلکې د هغه په وسیله د ځمکې ټولو ملتونو نجات ومومه ـ (پیدایښت ۳:۱۲). ابراهیم په خدای پاک داسې ایمان درلوده چې د عمر تر پایه یې د اطاعت په پایله کې بې شمېره برکتونه تر لاسه کړل او راتلونکو نسلونو ته یې ښه میراث پرېښود.

 

پیدایښت د نوح له داستان وروسته چې د هغه قوم د بابل له برجه د ځمکې پر مخ خُوْر وُرْ شو، د ابراهیم په شخصیت تمرکز کوي. د ابراهیم لومړنی نوم ابرام و. ابرام د تارح زوی او د ناحور او هاران ورور و ـ (پیدایښت ۲۶:۱۱). د هاران له مرګ وروسته، تارح، د هغه کورنۍ او زامن یې د اور کلدانیان ښار څخه وکوچېدل او د حران په نوم سیمه چې د کنعان د لارې په اوږدو کې موقعیت لري مېشت شول. په حران کې خدای پاک له ابراهیم (ابرام) سره لیدنه وکړه او ورته یې وویل: «خپل وطن، خپلوان او د خپل پلار کور پرېږده او هغه هېواد ته لاړ شه چې زه یې درته ښایم. زه به ستا څخه لوی قوم جوړ کړم او تاته به برکت درکړم. ستا نوم به مشهور کړم او د نورو دپاره به د برکت سبب وګرځې» (پیدایښت ۱:۱۲-۲).

 

ابرام د خدای د امر پیروي وکړه او پنځه اویا کلن و چې کنعان ته ستون شو. سارای د ابرام مېرمن نازا وه. (د نازا معنا دا ده چې د هغې بدن د ماشوم د زېږون لپاره جوګه نه و) سره لدې چې سارای نازا وه، خو خدای له ابراهیم سره د هغه د نسل د د دوام ژمنه کوي او د دې ژمنې تړون هم منعقدوي. ـ (پیدایښت ۱۵؛ ۱:۱۷-۸)، ابراهیم نهه نوي کلن و چې خدای پاک یې نوم له ابرام څخه  ابراهیم ته بدل کړ او د هغې معنا او دلیل یې هم پخپل ژوندي کلام کې تشریح کړ: «له دې وروسته به ستا نوم ابرام نه بلکې ابراهیم وي، ځکه چې ته مې د ډېرو قومونو پلار کړی یې» (پیدایښت ۵:۱۷). خدای پاک د هغه د مېرمنې نوم هم له سارای څخه سارا ته بدل کړ ـ (پیدایښت ۱۵:۱۷). د نومونو له بدلولو وروسته خدای پاک ابراهیم مکلف کړ چې سنت ګیري (ختنه) د تړون د نښې په توګه پلي کړي.

 

ابراهیم د خدای د اطاعت یوه مهمه او تاریخ جوړونکې څېهره وه، یعني هغه داسې انسان و چې تل یې له ګناهونو سره مبارزه کوله؛ خو بیا هم هغه په مصر کې فرعونیانو ته داسې دروغ وویل چې خپله مېرمن یې خور مخاطبه کړه. ـ  (پیدایښت ۱۰:۱۲-۱۳، ۸:۱۲-۲۰). همدارنګه خدای ورته وویل چې ته به له سارا څخه زوی ولري، خو ده د خدای په ځواک باور ونه کړ. ـ (پیدایښت ۱۷:۱۷).

 

سارا هم ایماني ناغړۍ لرلې او په همدې اساس، هغې هم دا نه باوروله چې پدې عمر کې دې امیندواره شي او خدای به زوی ورکړي. د هغې شکونو، هغه اړ کړه چې خپله وینزه (هاجره) خپل خاوند (ابراهیم) ته واده کړي، تر څو له هغې څخه زوی ولري. د سارا دې عجولانه او بې‌فکره هوډ د هغوی شخصي ژوند او همدارنګه راتلونکو نسلونو ته ډېرې ستونزې وپنځولې چې خورا بدې پایلې درلودې. ـ (پیدایښت ۵:۱۶؛ ۱۰:۲۱)

 

ابراهیم په خدای پاک د ایمان لرلو له امله ډېر مشهور شخص و. سره له دې چې هغه ځینې تېروتنې هم لرلي؛ خو هغه بیا هم په خدای د پیاوړي ایمان لرلو له امله د ایمان پلار ګڼل کېږي. د عبرانیان لیکوال د ابراهیم د فکر په باب چې د خدای په اړه یې لاره وایي: «ابراهیم په دې فکر ؤ چې خدای کولای شي اسحاق د مرګ نه بېرته راژوندی کړي، نو خدای ابراهیم ته خپل زوی هماغسې بېرته ورکړ» (عبرانیان ۱۹:۱۱)

 

د ابراهیم د ژوند یوه مهمه او تل پاتې صحنه دا ده چې خدای پاک د هغه ایمان وننګاوه او ترې ویې غوښتل چې خپل یوازنی زلمی زوی «اسحاق» باید قرباني کړي. ابراهیم پوهېده چې خدای پاک خپلې ژمنې د همدې زوی له لارې پوره کوي، د هغه د زېږون لپاره ابراهیم او سارا کلونه انتظار وایسته؛ خو اوس ترې خدای غوښتنه کوي چې هغه باید قرباني شي. که څه هم د ابراهیم لپاره به دا غوښتنه اسانه نه وه، خو  د هغه ایمان په خدای پاک دومره پیاوړی و چې له کوم  شکايت پرته یې د خدای امر ته غاړه کېښوده او ویې مانه. هغه د خدای د فرمان په ځای کولو لپاره له خپل زلمي زوی سره غره لاړ، ترڅو خپل یوازنی زلمی زوی قرباني کړي او خدای پاک راضي کړي.

 

د سپېڅلي کتاب راپور  وايي، یوې فرښتې د څښتن په امر منځګړیتوب وکړ او ابراهیم ته یې وویل: «هلک ژوبل نه کړې او په هغه باندې هیڅ ونه کړې! زه اوس پوه شوم چې ته د خدای پاک څخه وېرېږې، ځکه چې خپل یوازینی زوی دې زما څخه درېغ نه کړ» (پیدایښت ۱۲:۲۲)

 

پولس رسول وایي: «"ته مې د ډېرو قومونو پلار کړی یې" نو ابراهیم د خدای په نظر کې زمونږ پلار دی چې هغه ورباندې ایمان درلود، یعنې هغه خدای چې مړي راژوندي کوي او د نشت څخه شته جوړوي» (رومیان ۲۰:۴). پولس رسول زیاتوي، ابراهیم هیڅکله هم د خدای په ژمنو شک نه لاره، پیاوړي ایمان یې هغه ته ځواک ورکاوه چې د خدای نوم ته جلال ور کړي. ـ (رومیان۴: ۲۰) د خپلې کورنۍ دا مشر پدې باوري و چې خدای په هر څه قادر دی او خپلې ټولې ژمنې پوره کوي؛ نو همدا لامل و چې ابراهیم یې د پیاوړي ایمان له امله عادل وشمېره. ـ (رومیان ۲۱:۴-۲۲). ابراهیم زموږ په عامه اصطلاح د ایمان سړی و او د هغه تاریخ عنوان شو چې په خدای او د هغه د ژمنو په پوره کېدو یې پوره باور لاره.

 

له ابراهیم سره د نورو ملتونو د نجات په اړه د خدای ژمنه د عیسی مسیح له لارې پوره کېږي، یعني کوم ملتونو چې دخدای په لور ورځي، هغوی باید په عیسی مسیح ایمان راوړي او خپله ثمره تر لاسه

 
 
bottom of page